Language

خوست کې د انټرنېټ د خونديتوب په برخه کې دوه ورځنى ورکشاف جوړ شو

خوست ښار (پژواک، ١٣ تله ٩٤): په خوست کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې له لوري يو شمېر خبريالانو ته د ټولنيزو رسنيو او انټرنېټي امنيت د خوندي کولو په اړه دوه ورځنی ورکشاپ جوړ شو.

په سوېل ختيځ کې د يادې کمېټې مسوول فاروق جان د تلې په ١٣مه منګل پژواک اژانس ته وويل، په دې دوه ورځني ورکشاپ کې چې پرون او نن ترسره شو، د نړيوالو، ملي او سيمه ييزو رسنيو ۱۵ خبريالانو ګډون کړی و.

نوموړي وويل چې په دې وروستيو کې د هکرانو د فعاليتونو په پراخېدو سره ځيني وختونه په ټولنيزو رسنيو کې د خبريالانو اکاونټونه هم هک کېږي.

هغه زياته کړه، د دې لپاره چې خبريالان په ټولنيزو رسنيو او دغه راز په کمپيوټرونو کې خپل معلومات خوندي وساتي، هغوی ته د هک کولو د مخنيوي په اړه پوره معلومات ورکړل شول.

فاروق جان منګل زياته کړه: ”په ټولنيزو رسنيو کې د خبريالانو د ادرسونو خونديتوب جدي اړتيا ده. د دې لپاره چې د خبريالانو له ادرسونو څخه ناوړه ګټه وانه خيستل شي، بايد ادرسونو په خونديتوب پوه وي.‟

نوموړي وويل چې په ياد دوه ورځني ورکشاپ کې ټولې هغه لارې چارې خبريالانو ته وښودل شوې چې په ټولنيزو رسنيو کې خپل ادرسونه له انټرنېټي بريدونو خوندي وساتي.

په خوست کې د سلام وطندار راډيو خبريال محمدزمان نظري چې په دغه ورکشاپ کې يې ګډون کړی و، د ورکشاپ له معلوماتو خوښي وښوده.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ”زياتره خبريالان له دغو مسايلو سره بلدتيا نه لري. دوی اړ دي، چې د خپلو محرمو معلوماتو د خوندي کولو لپاره بايد په ياده برخه کې پوره معلومات ولري.‟

ازاد ژورنالېست عبدالبصير بينا پژواک اژانس ته وويل، ډېرې داسې انټرنېټي پېښې يې ليدلې چې له مخې يې د ملګرو پاڼې او ايمېل ادرسونه بلاک شوي دي.

هغه زياته کړه: ”له دې مخکې موږ پر دې مسايلو نه پوهېدو. اوس موږ کولای شو چې د هغو انټرنېټي حملو مخنيوی وکړو چې د انټرنيټي غلاوو لامل ګرځي‟.

د ياد ورکشاپ يو بل ګډونوال سخي رحمن هوډمن له پژواک اژانس سره په خبرو کې په ټوليز ډول دا او دېته ورته نور ورکشاپونه ډېر ګټور وبلل او د جوړېدو غوښتنه يې وکړه. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

Related Topics