ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امريکا ولسمشر د افغان ځواکونو مېړانه وستايله

د امريکا ولسمشر د افغان ځواکونو مېړانه وستايله

author avatar
8 Oct 2015 - 11:06
د امريکا ولسمشر د افغان ځواکونو مېړانه وستايله
author avatar
8 Oct 2015 - 11:06

واشنګټن (پژواک، ١٦ تله ٩٤): د امريکا ولسمشر بارک اوباما له ولسمشر اشرف غني سره د ټيلېفوني اړيکې په ترڅ کې د کندوز او نورو سيمو په جګړو کې د افغان ځواکونو د مېړانې ستاينه وکړه.

د سپينې ماڼۍ وياند جوش ارنسټ په واشنګټن کې خبريالانو ته ويلي چې ولسمشر بارک اوباما پرون افغان ولسمشر اشرف غني ته ټيلېفون  وکړ او له هغه سره يې پر وروستيو امنيتي حالاتو خبرې کړې دي.

د وسله والو طالبانو له خوا د تلې په ٦مه د کندوز ښار تر نيول کېدو څو ورځې وروسته امريکايي ځواکونو په دغه ښار کې د بې پولې ډاکترانو پر روغتون هوايي بريد وکړ چې په ترڅ کې يې د ډاکترانو او ناروغانو په ګډون ٢٢ تنه ووژل شول او ٣٧ نور ټپيان شول.

د سپينې ماڼۍ وياند وايي چې د دې اړيکې پر مهال بارک اوباما د کندوز پر روغتون د خپلو ځواکونو په هوايي بمبار بښنه وغوښته او د امريکا د خلکو او حکومت په استازيتوب يې د پېښې د قربانيانو له کورنيو سره خپله خواخوږي او غمرازي ښکاره کړه.

جوش ارنسټ ويلي چې ولسمشر بارک اوباما د کندوز په عملياتو او جګړو کې د افغان ملي ځواکونو د مېړانۍ او زړورتيا ستاينه وکړه.

سرچينه زياتوي چې د دې اړيکې پر مهال ولسمشر اوباما او ولسمشر غني يو ځل بيا د دواړو هېوادونو د اړيکو پر پياوړتيا ټينګار وکړ او ژمنه يې وکړه چې په سياسي، اقتصادي، ديپلوماتيکي او نورو برخو کې له نږدې څخه کار کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.