کندوز (پژواک، ١٩ تله ٩٤): امنيتي چارواکي وايي چې د کندوز ښار نورې برخې يې نيولې او وسله والو طالبانو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده چې له امله يې د کندوز ښار امنيتي وضعيت د تېر په پرتله ښه شوى دى.
په کندوز کې د ٢٠٨ شاهين قول اردو د دويمې لوا مشر جګړن غلان حضرت کريمي وايي چې امنيتي ځواکونو له پرون ورځې راهيسې توانېدلي چې تر بالاحصار لاندې ساحې، سه صد فاميلي، زاخېل، خاکني او ځينې نورې سيمې له طالبان پاکې کړي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې نښتو کې هوايي ملاتړ هم ورسره و.
امنيه قوماندان وويل چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې شاوخوا ٦٠ وسله وال مخالفين له منځه وړل شوي دي.
هغه زياته کړه چې دا مرګ ژوبله د کندوز ښار په کوچه ترکمن ها، درى سوه فاميليو، سه درک، خاکني او نورو سيمو کې رامنځته شوې ده.
حسيني زياته کړه چې د تلاشۍ پر مهال ١٢وسله وال مخالفين د ښار په بېلابېلو ساحو کې نيول شوي او له امنيتي ځواکونو يو کس د نښتو پر مهال وژل شوى او دوه نور ژوبل شوي دي.
د ده په خبره، پوليس ځواکونه اوسمهال په پوستو او امنيتي حوزو کې ځاى پر ځاى شوي، د پوستو جوړولو کار روان دى چې کور په کور تلاشي هم ورسره کېږي.
د کندوز خلک وايي چې نن د کندوز ښار يوه څه عادي بڼه خپله کړې او وضعيت تر يوې کچې ارام دى.
د کندوز ښار د سرچوک يوه هټۍ وال عبدالماليک وويل چې د تېرو ورځو په پرتله په ښار کې يو څه هټۍ پرانيستل شوې او د خلکو تت تګ راتګ په کې ليدل کېږي.
دغه هټۍ وال زياته کړه: ((نن د وضعيت په ښه کېدو سره د خپلې هټۍ احوال اخيستو ته ولاړم، خو د چپن پلورنې هټۍ مې په بشپړ ډول سوځېدلې او ميليونونه افغانۍ زيان را اوښتى دى.))
هغه وايي چې د تېرو څو ورځو نښتو او جګړو په ترڅ کې لسګونه هټۍ، مارکېټونه، دولتي تاسيسات، د رسنيو دفترونه او د خلکو کورونه سوځول شوي دي.
د کندوز ښار يوه اوسېدونکي سيد ياسين وويل چې د ښار مرکز د چهار درې ولسوالۍ، علي خېل، حضرت سلطان، زرخريد، ګورتپه، چرخاب او زردکمر ساحې تر ګواښ لاندې دي او امنيتي ځواکونه بايد ډېر ژر دا ګواښونه له منځه يوسي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP