خوست ښار (پژواک، ٢٢ تله ٩٤): په خوست کې سلګونو قومي مشرانو، ديني عالمانو او مدني فعالانو پر ځينو سياسي کړيو تور پورې کړ چې د افغانانو تر منځ د نفاق اور ته لمن وهي.
ددغه ولايت په مرکز خوست ښار کې د تلې په ٢٢مه له ملي امنيتي ځواکونو د ملاتړ په موخه غونډه جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د خوست له مرکز او ولسواليو تر زرو زياتو ديني عالمانو، قومي مشرانو او د مدني ټولنو غړو ګډون درلود.
په دې غونډه کې قومي مشر رسول محمد تڼي وويل، د ځينو سياسي کړيو مشران او نور غړي هڅه کوي چې په يو او بل نوم د ولس تر منځ تعصب او مخالفتونه رامنځته کړي.
هغه وويل: ((زموږ سياستمداران په هېواد کې قومي، ژبني او سمتي تعصبانو ته لمن وهي. تاجک، ازبک، هزاره، پشه يي، پښتون او نور ټول وروڼه دي. سياستمداران قصداً ستونزې رامنځته کوي.))
مدني فعال نصيراحمد روښان يادې غونډې ته په خبرو کې په هېواد کې د روانې ستونزې هواری، يووالی وباله او د دولت پر وسله والو مخالفينو يې غږ وکړ چې د خبرو له لارې له نظام سره يو ځای شي.
نوموړي زياته کړه: ((د امن لاره خلاصه کړئ، د سياسي پروسې له لارې له نظام سره يو ځای شئ. کنه موږ هم نابود يو او تاسو هم نابود يئ او افغانستان هم نابود دی.))
په خوست کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د لومړۍ پلې لوا قومندان جنرال محمد ناصرهدايت يادې غونډې ته وويل، د سيمې استخبارات هڅه کوي، چې په افغانستان کې روان جنګ ته قومي او سمتي بڼه ورکړي.
هغه په دې برخه کې د پاکستان استخباراتي اداره (ای اېس ای) مستقيم دخيل وباله.
login or register a new account.