ګردېز (پژواک،٢٤تله٩٤): د پکتيا ځينو قومي مشرانو او د ولايتي شورا غړو د ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت د اجرائيه مشر عبدالله عبدالله د استعفا غوښتنه وکړه.
د پکتيا د بېلابېلو قومونو مشرانو او د ولايتي شورا غړو، نن د دې ولايت په مرکز ګردېز ښار کې غونډه جوړه کړې وه.
په دې غونډه کې د پکتيا د ولايتي شورا منشي محمد الرحمن قادري وويل، د اوسني حکومت مشرانو، هغه ژمنې چې د ټاکنو پرمهال يې خلکو سره کړې وې، يوه يې هم نه ده پرځاى کړې.
ده زياته کړه، د هېواد د ښېګڼې لپاره ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائيه مشر عبدالله عبدالله بايد له خپلو دندو استعفا ورکړي.
د پکتيا قومي مشر پاچاخان ځدراڼ د ملي يووالي حکومت پر مشرانو نيوکې وکړې او ويې ويل، چې هغوى حکومت له ګډوډۍ سره مخامخ کړی او د خلکو په منځ کې يې وېره خوره کړې ده.
دى وايي، د حکومتي مشرانو ترمنځ اختلافات په هېواد کې ډېرې ستونزې زېږولې دي او دغه مشران د بهرنيو پر وړاندې هم ثابت سياسي دريځ نه لري.
د ده په خبره، که چېرې حالات همداسې دوام وکړي، نو لرې نه ده چې د ډېرو ولايتونو مرکزونه به طالبان ونيسي.
هغه وويل، د هېواد د نورو ولايتونو له قومي مخورو سره يې هم خبرې کړي او ډېر ژر به په ډېرو ولايتونو کې ورته غونډې جوړې شي، ترڅو دې روان حالت ته په ملي کچه د حل يوه لار پيدا کړي.
نوموړي هم ټينګار وکړ، چې په تېر يوه کال کې د حکومتي چارواکو کړنې بريالۍ نه وې، نو مشران يې بايد له خپلو دندو استعفا وکړي.
د پکتيا قومي مشر ګلزار زيارمل وويل، ولسونو په پراخه کچه په ټاکنو کې برخه واخيسته، زياتې قربانۍ يې ورکړې، خو حکومت د سياسي جوړجاړي له مخې جوړ شو.
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.