ميدان ښار (پژواک، ۲۶ تله ۹٤): د ميدان وردګو ولايت چارواکي او د مرکز ځينې اوسېدونکي وايي، په ميدان ښار کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا يو زيات په بمونو الوځول شوى دى.
دوى وايي، چې د ملا کاکا زيارت تېره شپه ويجاړ شوى دى.
د مرکز ميدان ښار يو اوسېدونکى اميرمحمد وايي، دغه زيات ډېر مشهور و او د افغانستان له بېلابېلو سيمو څخه به خلک راتلل او د هغه د کورنۍ له لوري به ورته تعويذونه ورکول کېدل.
ده پژواک خبري اژانس ته وويل: ((پاکستان او افغانستان څخه به د ميرګيو، پيريانو، اعصابو، ملاريا او نورو ناروغيو لرونکي خلک دغه زيات ته راتلل او له زيارت کولو وروسته به د هغه د لمسيانو له لوري به دم کېدل او تعويذونه به ورکول کېدل.))
د ښار يو بل اوسېدونکي عين الله حقبين وويل، چې د ملا کاکا قبر د ناپېژاندو وسله والو له لوري په بمونو الوځول شوى دى.
هغه زياته کړه: ((د ملا کاکا زيارت ته چې هر څوک راغلي، الله پاک ورته شفا ورکړې، خو ناڅرګنده کسانو ياد زيارت په بمونو سره الوځولى او د دم او دعا دغه مرکز يې مکمل ويجاړ کړى دى.))
د ميدان وردګو د والي وياند عطاءالله خوږياڼى وايي، چې د دغې پېښې د معلومولو په موخه د امنيتي ځواکونو له لوري څېړنې روانې دي، ترڅو جوته کړي، چې دغه پېښه د چا له خوا شوې ده.
د يادونې ده، د ملا کاکا زيارت چې مشهور په بنارس دى، د ميدان وردګو ولايت د مرکز ميدان ښار په زيارت کلي کې کابو پنځوس کلن تاريخ لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن