ميمنه (پژواک، ٨ لړم ٩٤): د فارياب د شيرين تګاب ولسوالۍ د "تپه قلعه" سيمې د پاڅونوالو قوماندان او د پراختيايي شورا مشر محمدنعيم له يوه ساتونکي سره ووژل شو.
د شيرين تګاب ولسوال سيدلقمان پژواک خبري اژانس ته وويل چې محمدنعيم نن سهار له کوه صياد سيمې د تپه قلعه سيمې ته له خپل يو ساتونکي سره پر لاره، د دوو موټرسايکل سپرو وسله والو له خوا په ډزو ووژل شو.
هغه وايي، چې د محمدنعيم ساتونکى هم په دې بريد کې وژل شوى دى.
د شيرين تګاب ولسوالۍ د ځوانانو جنبش د شورا مشر ذين الله ذکي وايي چې محمدنعيم د عبدالرشيد دوستم په مشرۍ د جنبش ملي ګوند يو قوماندان و.
د يادو دوو کسانو د وژلو مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخستى دى.
تېره مياشت د دې ګوند يو بل قوماندان حاجي فيض باى له يو بل تن سره هم په همدې ولسوالۍ کې په يوځانمرګي بريد کې ووژل شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن