خوست ښار (پژواک، ١٦ لړم ٩٤): په خوست ولايت کې د کمپاين يا ولايتي ځانګړو افغان امنيتي ځواکونو دوه ملکي وګړي وژلي او دوه نور يې له ځان سره بيولي دي.
دغه عمليات تېره شپه د دغه ولايت د مرکز اړوند د ډيري په سيمه کې شوي دي.
د ډېري سيمې يوه اوسېدونکي حاجي سيف الله د لړم په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په وژل شوو کې د ښوونځي پنځلس کلن زده کوونکی او د هغه ۴۵ کلن تره شامل دي.
هغه زياته کړه، کمپاين ځواکونو لومړی په لوډسپېکر کې پر خلکو غږ وکړ چې له کورونو راووځي، د کور او موټرو دروازې خلاصې پرېږدي، د دې لپاره چې کورونه تلاشي کوي.
حاجي سيف الله وايي چې تر دې وروسته لومړی د چاودنې او بيا لږه شېبه وروسته د سپکو وسلو د ډزو غږ واورېدل شو چې په دې سره سيمې ته چورلکې هم ورسېدې او ګزمې يې کولې.
د نوموړي په وينا، وژل شوي کسان ملکي وګړي دي او د کورنۍ نور نارينه غړي يې په کوېټ کې مزدوري کوي چې اوس هم په سفر کې دي.
د سيمې يو بل اوسېدونکي محمدالدين پژواک اژانس ته وويل چې هغه ژوندي بيول شوي کسان، يو د وژل شوو د کورنۍ او هغه بل د يوې بلې کورنۍ غړي دي.
د خوست والي حکم خان حبيبي په يوه خبري کنفرانس کې ومنل چې په يادو عملياتو کې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.
هغه د ملکي وګړو د وژلو د غندنې ترڅنګ وويل چې نن به له امنيتي مسوولينو سره د ځانګړې ناستې پر مهال ددې پېښې پر څرنګوالي خبرې کوي او تر څېړنو وروسته به خبره سپينه شي چې دا پېښه څه ډول رامنځته شوې.
تر اوسه کمپاين ځواکونو په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.