Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امنيتي سرچينه: ملا منصور دادالله وژل شوى

کلات (پژواک، ٢١ لړم ٩٤): د زابل د امنيې قوماندانۍ سرچينې ادعا کوي چې د طالبانو خپلمنځي جګړه کې ملا منصور دادالله وژل شوى.

د زابل د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر غلام جيلاني فراهي د لړم په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د خاک افغان ولسوالۍ د کلرغان په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د تېرو ورځو په جګړو کې د ملا اختر منصور ډلې د ملا منصور دادالله ډلې يو وزيرستانى نظامي قوماندان ژوندى نيولى و.

د فراهي په وينا، له وزيرستاني څخه يې د پلټنو پر مهال د ملا اختر منصور ډلې د ملا دادالله د مرکز او اوسېدو د ځاى په اړه معلومات ترلاسه کړي وو.

دى وايي چې د همدې معلوماتو پر اساس تېره شپه د ملا اختر وسله والو د خاک افغان ولسوالۍ د کلرغان په سيمه کې د ملا  منصور دادالله پر کور عمليات کړي او هغه يې وژلى دى.

د نوموړي په وينا، د ملا اختر وسله والو وروسته ژوندى نيول شوى وزيرستانى هم وژلى دى.

تر اوسه يادو ډلو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي او نه هم د ازادو سرچينو له خوا دا خبر تاييد شوى دى.

ملا منصور دادالله د طالبانو د پخواني قوماندان ملا دادالله ورور دى، چې د ملا عمر تر وژل کېدو وروسته يې له طالبانو سره اختلافات پيدا شو، د  ملا اختر منصور مشري يې ونه منله.

تېره مياشت يو شمېر طالب مشرانو د ملا رسول په مشرۍ نوې ډله جوړه کړه او ملا منصوردادالله يې ددې ډلې مرستيال وټاکه.

د روان لمريز کال په پيل کې يو شمېر ازبک جنګيالي د زابل په خاک افغان او ارغنداب ولسواليو کې مېشت شول او وروسته منصور دادالله هم دغې سيمې ته ولاړ او له اختر محمد منصور سره يې مخالفت اعلان کړ

د زابل چارواکي وايي چې له تېرو پنځو ورځو راهيسې د دغه ولايت په ارغنداب ، خاک افغان او دايچوپان ولسواليو کې د ملا اختر منصور په مشرۍ د طالبانو او د ملا منصور دادالله په مشرۍ د بلې وسله والوې ډلې چې د داعش د ازبک جنګياليو ملاتړ هم ورسره دى، نښتې روانې دي.

د زابل د چارواکو د معلوماتو له مخې، په دې نښتو کې تر اوسه له دواړو لورو تر ١١٠ زيات وسله وال وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.