کلات (پژواک، ٢١ لړم ٩٤): د زابل د امنيې قوماندانۍ سرچينې ادعا کوي چې د طالبانو خپلمنځي جګړه کې ملا منصور دادالله وژل شوى.
د زابل د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر غلام جيلاني فراهي د لړم په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د خاک افغان ولسوالۍ د کلرغان په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د تېرو ورځو په جګړو کې د ملا اختر منصور ډلې د ملا منصور دادالله ډلې يو وزيرستانى نظامي قوماندان ژوندى نيولى و.
د فراهي په وينا، له وزيرستاني څخه يې د پلټنو پر مهال د ملا اختر منصور ډلې د ملا دادالله د مرکز او اوسېدو د ځاى په اړه معلومات ترلاسه کړي وو.
دى وايي چې د همدې معلوماتو پر اساس تېره شپه د ملا اختر وسله والو د خاک افغان ولسوالۍ د کلرغان په سيمه کې د ملا منصور دادالله پر کور عمليات کړي او هغه يې وژلى دى.
د نوموړي په وينا، د ملا اختر وسله والو وروسته ژوندى نيول شوى وزيرستانى هم وژلى دى.
تر اوسه يادو ډلو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي او نه هم د ازادو سرچينو له خوا دا خبر تاييد شوى دى.
ملا منصور دادالله د طالبانو د پخواني قوماندان ملا دادالله ورور دى، چې د ملا عمر تر وژل کېدو وروسته يې له طالبانو سره اختلافات پيدا شو، د ملا اختر منصور مشري يې ونه منله.
تېره مياشت يو شمېر طالب مشرانو د ملا رسول په مشرۍ نوې ډله جوړه کړه او ملا منصوردادالله يې ددې ډلې مرستيال وټاکه.
د روان لمريز کال په پيل کې يو شمېر ازبک جنګيالي د زابل په خاک افغان او ارغنداب ولسواليو کې مېشت شول او وروسته منصور دادالله هم دغې سيمې ته ولاړ او له اختر محمد منصور سره يې مخالفت اعلان کړ
د زابل چارواکي وايي چې له تېرو پنځو ورځو راهيسې د دغه ولايت په ارغنداب ، خاک افغان او دايچوپان ولسواليو کې د ملا اختر منصور په مشرۍ د طالبانو او د ملا منصور دادالله په مشرۍ د بلې وسله والوې ډلې چې د داعش د ازبک جنګياليو ملاتړ هم ورسره دى، نښتې روانې دي.
د زابل د چارواکو د معلوماتو له مخې، په دې نښتو کې تر اوسه له دواړو لورو تر ١١٠ زيات وسله وال وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
دغه راز دوى وايي چې پرون ازبک وسله والو د طالبانو پر والي او نظامي قوماندان ځانمرګى بريد کړى چې د ناکره معلوماتو له مخې په کې ورته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو وسله وال طالبان د يادې جګړې په اړه خپاره شوي راپورونه او دولتي ادعا ردوي او زياتوي چې دا جګړه د زابل ولايت په شمالي سيمو کې د طالبانو او داعش وسله والو تر منځ د ٢٤ ساعتونو لپاره وه او اوس پاى ته رسېدلې ده.
دغه راز دوى د خپل والي او نظامي قوماندان د وژلو خبره هم ردوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










