خوست ښار (پژواک، ٢١ لړم ٩٤): د خوست لسګونه ديني عالمانو، قومي مشرانو د يوې غونډې په ترڅ کې له افغان ملي امنيتي ځواکونو سره د حکومت د وسله والو مخالفينو پر ضد په مبارزه کې د پوره همکارۍ ژمنه وکړه.
په ياده غونډه کې چې د لړم په ٢١مه جوړه شوې وه، پر ديني عالمانو او قومي مشرانو سربېره دولتي چارواکو هم ګډون کړی و او د افغان ملي امنيتي ځواکونو کړنې يې وستايلې او له هغوی څخه يې ملاتړ څرګند کړ.
د خوست د ديني عالمانو شورا مشر مولوي شاه محمد دې غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل چې د دولت وسله والو مخالفينو په ګډون که بل هر څوک په دغه هېواد کې ورانکارې کړنې ترسره کوي، دوی به يې پر وړاندې جدي اقدام وکړي.
هغه زياته کړه: ((موږ له دولت سره په تېره د امنيتي ځواکونو په څنګ کې يو، موږ هېڅ بل سړی دې وطن ته نه پرېږدو چې خپل شوم اعمال د افغانستان د پاکې خاورې په مقابل کې استعمال کړي.))
يو بل ديني عالم مولوي حنيف شاه حسيني غونډې ته په خپلو خبرو کې له افغان ملي امنيتي ځواکونو د ملاتړ تر څنګ له هغوی سره د هر راز مرستې ژمنه وکړه.
نوموړي همدارنګه د بې ګناه انسانانو وژل، حلالول او پر بمونو الوځول هم وغندل او دا يې د اسلام د بدنامولو لپاره د پرديو په لاس جوړه شوې دسيسه وبلله.
نوموړي وويل: ((مسلمان حلالول نه کړي، طالبانو حلالول نه کړي، انسان د يوې ورځې ماشوم نه دوه ځايه کوي، دا وحشيان دي، دا تربيه شوي خلک دي، دا د قران او د احاديٍثو بې احترامي کوي.))
د خوست والي حکم خان حبيبي چې په دې غونډه کې يې ګډون کړی و، د افغانستان پر خلکوغږ وکړ چې له خپلو امنيتي ارګانونو سره همکاري وکړي.
نوموړي له ديني عالمانو او قومي مشرانو هم غوښتنه وکړه چې عام خلک له خپلو ملي امنيتي ځواکونو همکارۍ ته وهڅوي او د خپل هېواد د ساتنې لپاره اوږه په اوږه د امنيتي ځواکونو ترڅنګ ودريږي.
هغه وويل: ((زموږ امنيتي سرتېري ستاسې اولادونه دي، دوی د خپل وطن د عزت او ناموس د ساتنې لپاره خپل سرونه قربانوي، د دوی حمايت په هر اړخيزه توګه پر موږ او تاسو باندې واجب او لازم دی.))
دې غونډې ته د امنيتي ځواکونو په استازيتوب په خوست کې د ملي اردو د لومړی پلې لوا قوماندانۍ درستيزوال ډګروال محمود ځاځي وويل چې د خپلې خاورې او خلکو به د سر په بيه دفاع کوي.
ده زياته کړه: ((د خوست ملي امنيتي ځواکونو په زړورتيا سره د خپل وطن او خلکو دفاع کوي او د خوست مېړني ولسونه هم د دوی تر څنګ ولاړ دي او غوښتنه مې دغه ده چې ټول د خپلو عسکرو په څنګ کې ودرېږئ.))
login or register a new account.