کابل (پژواک، ٢٢ لړم ٩٤): د افغانستان حکومت وايي، په اروپايي هېوادونو د بې برخليکو افغان کډوالو د ستونزو د هواري په موخه، په نږدې راتلونکې کې په کابل کې د اروپايي هېوادونو له سفيرانو سره ګډه ناسته ترسره کوي.
د بهرنيو چارو وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، تېره ورځ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له وزير سيد حسين عالمي بلخي سره په اروپايي هېوادونو کې د بې برخليکو افغان کډوالو د ستونزو لپاره د مناسب حل د پيدا کولو په موخه، ناسته درلوده.
سرچينه کاږي، دواړو چارواکو د يادو افغانانو ستونزو ته د جدي پاملرنې پر اړتيا ټينګار وکړ او پرېکړه يې وکړه، چې د راتلونکې اونۍ په لومړنيو ورځو کې به دواړه وزارتونه په کابل کې د مېشتو اروپايي هېوادونو له سفيرانو سره يوه ګډه ناسته ولري، ترڅو يادې ستونزې ته پر مناسب حل لارو بحث وکړي.
سرچينه زياتوي، ټاکل شوې په دې ناسته کې له اروپايي هېوادونو وغوښتل شي، چې د کډوالو د دې ډلې د بېرته راګرځونې له تصميم څخه وړاندې د افغانستان په ځينو سيمو کې د ناامنيو او د را روان ژمي ستونزو ته په پاملرنې، د يادو کسانو د پناهندګي د غوښتنو په اړه "سخاوتمندانه تجديد نظر" وکړي.
دغه راز د ترلاسه شويو راپورونو په حواله، د ولسمشر اشرف غني مېرمن رولا غني جرمني ته تللې، ترڅو د دغه هېواد په ګډون له اروپايي چارواکو وغواړي چې د افغان کډوالو په منلو کې خپل سخاوت څرګند کړي.
په دې وروستيو څو مياشتو کې د جرمني په ګډون اروپايي هېوادونو ته د نورو هېوادونو د کډوالو ترڅنګ افغانان هم تللي دي، چې د شمېرو له مخې، د روان کال په لومړيو اتو مياشتو کې له ١٢٢زور څخه ډېر افغانان اروپا ته تللي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP