خوست ښار (پژواک، ٢٥ لړم ٩٤): د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې د دوو ښځو په ګډون شپږ ازبک وسله وال وژل شوي دي.
د سپېرې ولسوال محمدعظيم مجاهد د لړم په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه عمليات د دې ولسوالۍ د کارېزه په سيمه کې له کابله د شپې له خوا راغلو ځانګړو امريکايي ځواکونو ) سپېشل فورس (ترسره کړي دي.
هغه زياته کړه، په عملياتو کې څلور نارينه او دوه ښځينه ازبک جنګيالي وژل شوي او دوه نور ازبک وسله وال بهرنيو ځواکونو له ځان سره ژوندي بيولي دي.
ولسوال محمدعظيم مجاهد په يادو عملياتو کې بهرنيو ځواکونو ته د تلفاتو د اوښتو په اړه معلومات نه درلودل او نه يې هم دا وويل چې عمليات له دوی سره په همغږۍ شوي که څنګه؟
د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ هم له پژواک اژانس سره په خبرو کې ومنله چې په سپېره کې عمليات شوي، خو ويې ويل چې په اړه يې پوره جزئيات نه لري.
خو په پکتيا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو وياند ډګروال فضلِ خُدا د ځانګړو امريکايي ځواکونو له لوري د يادو ترسره شويو پوځي عملياتو په اړه ناخبري وښوده.
بلخوا طالبانو پژواک اژانس ته په يوه لنډ ټيلېفوني استول شوي پيغام کې ويلي چې د سپېرې ولسوالۍ په يادو عملياتو کې د يوه طالب تر څنګ يوه ملکي ښځه او دری ماشومان وژل شوي دي.
طالبانو دغه راز ادعا کړې چې په ځوابي بريد کې يې څلور امريکايي او اووه افغان امنيتي ځواکونه وژلي او ګڼ شمېر نور يې ټپيان کړي دي.
د تېرې شپې د يادو عملياتو په اړه تر اوسه په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو څه ندي ويلي.
login or register a new account.