مهترلام (پژواک، ٢٧ لړم ٩٤): د "لغمان د تاريخ په اوږدو کې"تر نامه لاندې ملي- علمي او څېړنيز سيمينار جوړ شو او ورپسې لويه مشاعره وشوه.
د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس فيضان الله پټان د لړم په ٢٧مه د دغه سيمينار په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه سيمينار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د لغمان ولايت مقام په نوښت او هڅو جوړ شوى دى.
ده زياته کړه، په دغه سيمينار کې د لغمان د والي عبدالجبار نعيمي تر څنګ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال زردشت شمس، د ملي امنيت شورا سلاکار نجيب منلي، د کابل پوهنتون استادانو، د علومو اکاډمۍ غړو، د لغمان ولايتي شورا رييس طاووس عادل، ګڼ شمېر نورو علمي او فرهنګي شخصيتونو،استادانو، ليکوالانو او ځوانانو برخه اخيستې وه.
نوموړي په دغه ولايت کې د علمي او فرهنګي فعاليتونو په تړاو معلومات وړاندې کړل او ويې ويل، اوسنۍ ولايتي اداره قوي هوډ لري چې په دغه ولايت کې تاريخي ابدات ورغوي، علمي او فرهنګي مرکزونه پياوړي کړي.
د لغمان والي سيمينار ته د ولسمشر محمداشرف غني پيغام ولوست چې هغه د دغه سيمينار پر جوړېدو يې خوښي څرګنده کړې وه.
ولسمشر زياته کړې، دغه ډول سيمينارونه نسلونه سره نښلوي او د ملي تاريخ له بډاينې سره مرسته کوي.
د لغمان والي په دغه سيمينار کې وويل، دغه ډول سيمينارونه کولی شي ولس له روانو بدمرغيو او ناخوالو وژغوري او راتلونکى يې روښانه کړي.
ده زياته کړه، د دغه ولايت د ځينو تاريخي ځايونو د رغونې، جوړونې او علمي مرکزونو د پياوړتيا لپاره يې بنسټيزې هڅې پيل کړې چې په راتلونکي کې به مثبته پايله ورکړي.
نوموړي له ولسه وغوښتل چې د هر مثبت پرمختګ ملاتړ وکړي او هره ويجاړوونکې او ورانکاره کړنه په ټينګه وغندي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال زردشت شمس وويل، د لغمان ولايت د هڅو او وړانديز په پايله کې يې د سراج کلا د رغونې لپاره بوديجه ځانګړې کړې چې له پلان سره سم به پرې کار پيل شي.
تر دې مخکې تېره شپه د دغه سيمينار په وياړ مشاعره هم وشوه چې په کې د لغمان والي، د علومو اکاډمۍ غړو، علمي او فرهنګي شخصيتونو، شاعرانو، ليکوالانو او اديبانو شتون درلود.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP