نيلي، باميان(پژواک،٣٠ لړم ٩٤): د واده او ولور لوړ لګښتونه د نورو ستونزو ترڅنګ، د نارينوو د ځان وژنې سبب هم کېږي چې په دې لړ کې د دايکنډي نارينه وو د ځان وژنې هڅه کړې، خو ژغورل شوي دي.
ولور او د واده لوړ لګښتونه ناوړه دود او د اسلامي ارشاداتو خلاف کار دى چې د هېواد په ځينو سيمو کې شتون لري.
دا دود او رسم د ښځې او خاوند ترمنځ د اختلافاتو او کورنيو ترمنځ د تاوتريخوالي سبب ګرځي، حتى نارينه هم اړ کوي چې د لوړ ولور ورکړې د ناتوانۍ له امله ځان وژنې ته مخه کړي.
د دا ډول پېښو يوه تازه يې د دايکنډي په خدير ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د خدير د خشک اب کلي اوسېدونکي خدا داد له دې امله چې په واده کې د ولور(ګله) له درکه پوروړى و، نو هوډ يې وکړ چې خپل ژوند ته د پاى ټکى کېږدي.
د خدير ولسوال عبدالقادرحيدري وايي چې دې ځوان خپل ځان په کور کې ځړولى و، خو وروسته يې چې مور پرې خبره شوه نو تناب يې له غاړې لرې کړ.
حيدري پژواک خبري اژانس ته وويل چې خداداد د ولسوالۍ د مرکز کلينيک ولېږدول شو چې خپل ذهني تعادل يې له لاسه ورکړى و، اوس په کور کې تر روغتيايي څارنې لاندې او وضعيت يې په ښه کېدو دى.
ولسوال زياته کړه چې خدا داد يو کال وړاندې واده وکړ او د خپلې مېرمنې د ولور له اړخه د خپل خسر پوروړى شو چې د ورکړې توان يې نه درلود، ځکه خو يې د ځان له را ځوړندولو پرته بله لاره نه درلوده.
دې سيمه ييز چارواکي وويل چې نوموړى له دې درکه د خپل خسر ٢٥٠ زره افغانۍ پوروړى و او په واده کې يې هم سل زره افغانۍ لګولې وې.
هغه زياته کړه چې خدا داد له دې پېښې وروسته ٩٠ زره افغانۍ پيدا کړې او خسر ته يې واستولې، څو مېرمن يې کور ته ور واستوي، خو تر اوسه پورې دا ستونزه نه ده حل شوې او سپين ږيري هڅه کوي چې موضوع يې ترمنځ حل کړي.
د دايکنډي د امنيه قوماندانۍ جنايي امر نوروز علي عطايي وويل چې تېرکال خدا داد يوه نجلۍ تښتولې وه او له قانوني واده او قومي پرېکړې وروسته پرې د نجلۍ ولور پاتې و.
دې پوليس چارواکي زياته کړه، دا چې ددې ځوان خسر د خپلې لور ولور نه وو تر لاسه کړى او لور يې خپل کور ته ستنه کړه، هغه يواځېتوب او پور ونه شو زغملى او د ځان وژنې هڅه يې کړې وه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP