منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۷ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

لوړ ولور نارينه وو ته د ځان وژنې انګيزه ورکوي

· ۷ دقیقې لوستل · ۱۲۶ کتنې

 نيلي، باميان(پژواک،٣٠ لړم ٩٤): د واده او ولور لوړ لګښتونه د نورو ستونزو ترڅنګ، د نارينوو د ځان وژنې سبب هم کېږي چې په دې لړ کې د دايکنډي نارينه وو د ځان وژنې هڅه کړې، خو ژغورل شوي دي.

 ولور او د واده لوړ لګښتونه ناوړه دود او د اسلامي ارشاداتو خلاف کار دى چې د هېواد په ځينو سيمو کې شتون لري.

دا دود او رسم د ښځې او خاوند ترمنځ د اختلافاتو او کورنيو ترمنځ د تاوتريخوالي سبب ګرځي، حتى نارينه هم اړ کوي چې د لوړ ولور ورکړې د ناتوانۍ له امله ځان وژنې ته مخه کړي.

د دا ډول پېښو يوه تازه يې د دايکنډي  په خدير ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

 د خدير د خشک اب کلي اوسېدونکي خدا داد له دې امله چې په واده کې د ولور(ګله) له درکه پوروړى و، نو هوډ يې وکړ چې خپل ژوند ته د پاى ټکى کېږدي.

د خدير ولسوال عبدالقادرحيدري وايي چې دې ځوان خپل ځان په کور کې ځړولى و، خو وروسته يې چې مور پرې خبره شوه نو تناب يې له غاړې لرې کړ.

حيدري پژواک خبري اژانس ته وويل چې خداداد د ولسوالۍ د مرکز کلينيک ولېږدول شو چې خپل ذهني تعادل يې له لاسه ورکړى و، اوس په کور کې تر روغتيايي څارنې لاندې او وضعيت يې په ښه کېدو دى.

 ولسوال زياته کړه چې خدا داد يو کال وړاندې واده وکړ او د خپلې مېرمنې د ولور له اړخه د خپل خسر پوروړى شو چې د ورکړې توان يې نه درلود، ځکه خو يې د ځان له را ځوړندولو پرته بله لاره نه درلوده.

دې سيمه ييز چارواکي وويل چې نوموړى له دې درکه د خپل خسر ٢٥٠ زره افغانۍ پوروړى و او په واده کې يې هم سل زره افغانۍ لګولې وې.

 هغه زياته کړه چې خدا داد له دې پېښې وروسته ٩٠ زره افغانۍ پيدا کړې او خسر ته يې واستولې، څو مېرمن يې کور ته ور واستوي، خو تر اوسه پورې دا ستونزه نه ده حل شوې او سپين ږيري هڅه کوي چې موضوع يې ترمنځ حل کړي.

د دايکنډي د امنيه قوماندانۍ جنايي امر نوروز علي عطايي وويل چې تېرکال خدا داد يوه نجلۍ تښتولې وه او له قانوني واده او قومي پرېکړې وروسته پرې د نجلۍ ولور پاتې و.

 دې پوليس چارواکي زياته کړه، دا چې ددې ځوان خسر د خپلې لور ولور نه وو تر لاسه کړى او لور يې خپل کور ته ستنه کړه، هغه يواځېتوب او پور ونه شو زغملى او د ځان وژنې هڅه يې کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په لومړيو کې په خدير ولسوالۍ کې يوه بل نارينه د واده د لوړو لګښتونو او کورنيو ستونزو په سبب هڅه وکړه چې د زهري درملو په خوړو ځان ووژني، خو روغتون ته ولېږدول شو او خپلې هيلې ته ونه رسېد.

 په دايکنډي کې کورنۍ د خپلې لور د ورکړې پرمهال له ٢٥٠ زرو نه تر ٦٠٠ زرو افغانيو پورې ولور اخلي او ځينې ځوانان اړ کېږي چې نورو هېوادونو ته لاړ شي او د خپل واده لګښتونه پوره کړي.

د دايکنډي د مرکز نيلي اوسېدونکي جعفر وويل چې خسرخېلو يې ورنه ٣٠٠ زره افغانۍ ولورغوښتى و، اړ شو چې ايران ته لاړ شي او له درې کاله مزدورۍ وروسته دا پيسې په سختۍ پيدا کړي.

 هغه چې تېر کال دايکنډي ته ستون شوى او واده يې کړى، د واده لګښتونه يې هم لوړ اوتر  څلور سوه زره افغانيو پورې وبلل او ويې ويل:((دا پيسې مې پور کړې وې، دا چې کاروبار نشته، اړ يم چې بيا ايران ته لاړ شم او پور مې ادا کړم.))

دې ځوان زياته کړه چې ايران ته تګ له خطرونو خالي نه دى او کله کله ځوانانو ته له پولې د تېرېدو پرمهال د ايراني پوله ساتو ځواکونو پر ډزو مرګ ژوبله اوړي او يا بېرته را اړول کېږي.

جعفر له دا ډول دود او دستور سره په کلکه مخالفت څرګند کړ او ويې ويل چې کورنۍ بايد د ودونو او د واده له بې ځايه لګښتونو تېر شي، ځکه چې همدا د مېرمنې او خاوند ترمنځ  تاويلي ما ويلې رامنځته کوي.

 د دايکنډي د بشري حقونو ساحوي کمېسيون زياته کړه چې نه يواځې ښځې، بلکې نارينه هم د ځان وژنې هڅه کوي، خو موارد يې د ښځو په پرتله ډېر کم دي.

ددې کمېسيون مشر محمد جواد دادګر وويل چې په روان کال کې په خدير ولسوالۍ کې د ځوانانو د ځان وژنې دوه موارد رامنځته شوي چې دواړه ژغورل شوي دي.

هغه  زياته کړه چې وزګارتيا، بېوزلي، په نشه يي توکو روږدېدنه په ځانګړي  ډول د واده لوړ لګښتونه هغه لاملونه دي چې نارينه ځان وژنې ته اړ کوي.

 د نوموړي په خبره :((په ځينو قضيو کې مو ليدلي چې ځينې کورنۍ د ناوې له راوړلو وروسته هغې ته پېغور ورکوي چې ته مو په پيسو پېرلې يې، همدلته ده چې د کورنۍ د ناوې پر وړاندې تاوتريخوالى پيلېږي.))

هغه وويل چې په دايکنډي کې د واده ناوړه دودونه او لوړ لګښټونه هېڅ د خلکو له اقتصادي وضعيت سره برابر نه دي، کورنۍ بايد دا رواجونه مات کړي، څو ناوې او زوم له تاوتريخوالي پاک او نېکمرغه ژوند ولري.))

د بشري حقونو سيمه ييز دفتر شمېرې څرګندوي چې په روان کال کې د ښځو پر وړاندې شاوخوا ٣٠٠ د تاوتريخوالي پېښې رامنځته شوې چې د واده لوړ لګښتونه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي له لاملونو شمېرل کېږي.

دادګر زياته کړه:((زموږ په تر سره کړو څېړنو کې له کور نه د نجونو د تېښتې يو مهم لامل د واده لوړ لګښتونه دي.))

ددې کمېسيون د شمېرو پر بنسټ، د روان کال له پيل نه تر اوسه په دايکنډي کې د ځان وژنې ١٧ هڅې ثبت شوې چې د څلورو ښځو د مړينې سبب شوې. د تېر کال په همدې موده کې د ځان وژنې ١٥ پېښې ثبت شوې وې چې دوه نجونې په کې له منځه تللې وې.

 د تېرکال په ټوله موده کې ٤٧ نجونو د ځان وژنې هڅه کړې چې څلور يې له منځه تللې دي.

د تاو تريخوالي ترڅنګ په ځوانانو کې  له اندازې زياته ازادي او د ديني باورونو پيکه کېدل له هغو لاملونو دي چې د ځان وژنې د هڅو په پېښو کې ډېر والى راولي.

د دايکنډي يوه ديني عالم علي محمد احمدي وويل چې دا ښکارنده د ښځو په منځ کې زياته ليدل کېږي، خو دا چې دې موضوع ته جدي پاملرنه نه ده شوې، نارينه وو ته يې هم سرايت کړى او دادي اورېدل کېږي چې يوه نارينه د ځان وژنې هڅه کړې ده.

 نوموړى چې په دې ولايت کې د شعيه عالمانو يو مرستيال هم دى، وويل چې په اسلام کې ځان وژنه حرامه ده، خو له بده مرغه چې په دايکنډي کې دا موضوع په يوه دود اوښتې او د خپرېدو په حال کې ده.

دغه دينې عالم د ښځو پر وړاندې په ځانګړي ډول د ځان وژنې په برخه کې د رسنيو او مدني ټولنو رول مهم وباله او څرګنده يې کړه چې ديني پوهاوى او د همدې بنسټونو فعاليت به ددې سبب شي چې تاوتريخوالى او ځان وژنه په تدريجي ډول کمه او په پاى کې يې کمپله ټوله شي.

 د دايکڼدي د ښځو چارو مشرې ذکيې رضايي د تاوتريخوالي د شمېرې د يادونې ترڅنګ وويل چې د تاوتريخواليو په ځانګړي ډول د ځان وژنو د پېښو  د ډېرېدو يو لامل د ښځو دعامه پوهاوي د کچې لوړېدل وبلل او ويې ويل:((نورې ښځې د تاوتريخواليو د قضيو په اړه بې تفاوته نه دي او عدالت ته د ښځو لاسرسى ښه شوى او دا قشر باور لري چې حق ته يې رسېدنه کېږي.))

هغه زياته کړه چې په عدلي او قضايي چارو کې د مخورو ښکېلتيا، له مجرمينو سره دعدلي او قضايي ارګانونو کمزورى چلند، د قوانينو ګونګتيا په ځانګړي ډول په کوچني عمر کې دنجونو ودونه او په ټولنه کې ناسم دودونه هغه نور لاملونه دي چې د تاوتريخوالي د ډېرېدو سبب شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ښځو چارو وزارت د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې(ورى- وږى) د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٨١٥ قضيې ثبت کړي چې ٢١ يې د ځان وژنې پېښې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې