کلات (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٤): چارواکي وايي چې په زابل ولايت کې د يوه بريد په ترڅ کې درې سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.
د زابل د شينکۍ ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د ليندۍ په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د ولسوالۍ د کوچنۍ ښاره په سيمه کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې چې وسله والو طالبانو په ياده سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر ګزمې بريد کړى چې په پايله کې يې درې پوليس وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.
دغه امنيتي سرچينه وايي چې وسله وال تر بريد وروسته تښتېدلي او پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي د دغه بريد مسووليت منلى دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP