کلات (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٤): چارواکي وايي چې له زابل څخه د تښتول شوو ملکي وګړو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى او د هغوى د خوشي کولو لپاره هڅې روانې دي.
وسله والو مخالفينو د لړم په ٣٠مه سهار شاوخوا اووه بجې د کلات ښار اړوند له نورک سيمې يو شمېر مسافر له موټرو ښکته کړل او له ځان سره يې بوتلل خو تر اوسه رسمي سرچينو د تښتول شوو کسانو کره شمېر نه دی ښودلی.
ځينو سرچينو پژواک ته ويلي چې ٣٠ تنه تښتول شوي، خو ځينو نورو رسنيو بيا د نورو سرچينو په حواله د تښتول شوو کسانو شمېر ٢٠، ١٧ او ١٤ تنه ښودلی دی.
د زابل امنيه قوماندان مل پاسوال ميرويس نورزي د ليندۍ په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغو کسانو د خوشي کولو په موخه د دوى هڅې چټکې شوې دي.
هغه زياته کړه چې دوه ډلې مشران يې يرغمل کوونکو ته لېږلي او هغوی هم ورته د يرغملو شوو د روغتيا ډاډ ورکړى دى.
خو امنيه قوماندان وويل چې دا موضوع سياسي اړخ نه لري.
د نورزي په وينا، وسله وال د خپلو ۴۲۰ ورکو پسونو په بدل کې ٨ ميليونه او څلور سوه زره افغانۍ تاوان غواړي او په بدل کې يې د لسو يرغمل شوو کسانو د خوشي کولو ژمنه کړې ده.
تښتوونکو ته د استول شوې جرګې يوه غړي چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل چې تښتول شوي کسان د غزني ناوې ولسوالۍ ته وړل شوي دي.
تر دې مخکې د زابل ولايت ځينو سرچينو ويلي وو چې د غزني ولايت اوسېدونکو د ملا عبدالقيوم په نوم چې په ملا تقوا مشهور دى، د يوه طالب قوماندان رمه برمته کړې او ملا تقوا يې په بدل کې دا کسان تښتولي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP