خوست ښار(پژواک،٩ ليندۍ٩٤): د خوست ولايتي شورا رييس وايي چې په ځينو امنيتي ارګانونو کې يو شمېر کسان له مافيايي او سياسي کړيو سره د تړاو له امله په خپلو دندو کې بې غوري کوي.
د خوست د ولايتي شورا مشر دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې تېره ورځ د دې شورا د يوه غړي کفيل ريحان ورور په تڼيو ولسوالی کې له انسان تښتونکو څخه را خوشې کړاى شو.
د خوست د ولايتي شورا رييس عبدالولي واحدزي نن يوه خبري کنفرانس کې وويل، چې د کفيل ريحان ورور د سيمې د خلکو او امنيتي ځواکونو په مرسته راخوشې شو، خو د نښتې له امله دواړو لوريو ته مرګ ژوبله واوښته.
هغه وويل، چې له سړي تښتوونکو سره په دغه نښته کې يو اختطاف کوونکی ووژل شو او د شورا د ياد غړي کفيل ريحان يو بل ورور ټپي شو، چې اوس په روغتون کې بستر دی.
واحدزي زياته کړه، چې وژل شوی سړى تښتوونکی د شمالي وزيرستان اوسېدونکی و او دوه تنه نور ژوندي نيول شوي، چې يو يې د شمالي وزيرستان او بل يې د تڼيو ولسوالۍ اوسېدونکی او د ملي پوليسو سرباز دی.
واحدزي وويل: ((د خوست ولايتي شورا دغه پېښه په کلکو ټکو غندي او ددې ترڅنګ دا نه يوازې چې دا يوه ستونزه ده، بلکې دا د ټولې ولايتي شورا لپاره لوی ګواښ دی.))
د خوست د ولايتي شورا رييس دغه راز د خوست د ټولو امنيتي ارګانونو له مسوولينو وغوښتل، هغه کسان چې د مافيايي او سياسي ډلو ټپلو له لوري په نظامي ليکو کې پر دندو ګومارل شوي، معلوم او وايستل شي.
واحدزي همدارنګه وويل چې په دې وروستيو کې د خوست ښار ترڅنګ په يو شمېر ولسواليو او لويو لارو کې وسله والې غلاوې او د سړي تښتونې پېښې ډېرې شوې دي.
ده وويل چې په تېرو دوو مياشتو کې په اسماعيل خېلو مندزيو ولسوالۍ کې د انسان تښتونې درې پېښې ترسره شوي او يوه اوونۍ وړاندې څو تنه مخ پټي وسله وال د خوست- ګردېز لويې لارې ته د تلاشۍ لپاره راوتلي وو.
بل خوا د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت په امنيتي ارګانونو کې شته ستونزې رد نه کړې، خو ويې ويل چې په دې برخه کې کوټلي ګامونه اخيستل کېږي.
غيرت زياته کړه، هيڅ نظامي کس ته به اجازه ورنه کړي چې له خپلې دندې څخه ناوړه ګټه واخلي.
ده وويل که کوم کارکوونکى له خپلې دندې څخه ناوړه ګټه پورته کړي نو عدلي او قضايي ارګانونو ته به يې معرفي کړي.
login or register a new account.