خوست (پژواک، ١٠ ليندۍ ٩٤): د اجرايي رياست فرهنګي سلاکار، په خوست کې يوې غونډې ته وويل چې په هېواد کې د روانې جګړې د پای ته رسولو يواځينۍ لار د افغانانو په اتحاد کې نغښتې ده.
نوموړي دغه څرګندونې، نن د خوست په دوه منده ولسوالۍ کې د قومي مشرانو او ديني عالمانو يوې غونډې ته وکړې.
د اجرائيه رياست فرهنګي سلاکار سيد حسين فاضل سانچارکي وويل، د سيمې استخباراتي شبکې هڅه کوي، چې د افغانانو ترمنځ نفاق رامنځته کړي او د ژبې او مذهب په نوم يې په خپلو کې په جنګ واچوي.
هغه وايي: (( نفاق، قوم پرستۍ، ژبنيو تعصباتو افغانان تباه کړي دي؛ موږ يو ملت يو، موږ ټول افغانان يو او زموږ ملي هويت افغان دی.))
نوموړي دغه راز زياته کړه، په هېواد کې هغه مهال سوله او امنيت ټينګېداى شي، چې افغانان خپلمنځي اختلافات يوې خوا ته پرېږدي، په خپلو کې سره يو موټى شي او له خپل دولت څخه په ټيڼګه ملاتړ وکړي.
د سانچارکي په خبره، اوس نړۍ هم په دې پوه شوې، چې په افغانستان کې جنګ د سيمې د ټولو هېوادونو په زيان دی او هغوی نه غواړي، چې دغه خطر دې دوی ته هم متوجه شي.
په دې غونډه کې د قومونو او قبايلو په چارو کې د اجرائيه رييس سلاکار غازي نواز تڼي د خوست ځدراڼ مېشتو درېيو ولسواليو نادرشاه کوټ، دوه منده او سپېرې اوسېدونکو ستونزو ته د رسېدو په موخه ژمنه وکړه، چې ستونزې به يې له لوړپوړو چارواکو سره شريکې او د حل په موخه به يې کوټلي ګامونه واخلي.
login or register a new account.