Language

د خوست ولايتي شورا د يوه غړي پر موټر چاودنې نهو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

خوست ښار(پژواک،١١ليندۍ٩٤): د خوست د ولايتي شورا د يوه غړي پر موټر د ماين چاودنه وشوه چې له امله يې دوه تنه وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ د ليندۍ په١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته د دوه بجو په شاوخوا کې د ولايتي شورا د غړي حبيب خان  تڼيوال پر موټر د ريموټ کنټرول ماين چاودنه شوې ده.

هغه وايي چې دغه چاودنه د خوست ښار لوېديځ ته د اداري کمپلکس په سيمه کې رامنځته شوې ده.

ده وويل چې په دې چاودنه کې تڼيوال ته کوم زيان نه دى اوښتى خو دوه تنه موکلين يې وژل شوي او څلور تنه موکلين او درې ساتونکي يې ټپيان دي.

هغه زياته کړه چې ددې پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې دامنيتي ځواکونو پلټنې روانې دي.

د پېښې يو تن عيني شاهد شفيق الله پژواک ته وويل : (( ډيره درنده چاودنه وشوه څو کسان په کې ووژل او څو نور ټپيان شول.))

د خوست د عامې روغتيا مشر ډاکټرهدايت الله حميدي هم پژواک ته وويل چې له يادې پېښې څخه دوى ته دوه مړي او پنځه ټپيان ور وړل شوي دي.

حميدي وايي چې د دوه ټپيانو روغتيايي حالت نازک دى.

د يادې چاودنې مسووليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.