ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د  هلمند د برېښنا او ترانسپورټ ادارو عوايد ډېر شوي

د هلمند د برېښنا او ترانسپورټ ادارو عوايد ډېر شوي

author avatar
5 Dec 2015 - 13:25
د  هلمند د برېښنا او ترانسپورټ ادارو عوايد ډېر شوي
author avatar
5 Dec 2015 - 13:25

لښکرګاه (پژواک، ۱۴ ليندۍ ۹۴): چارواکي وايي چې د کارونو د ښه تنظيم له امله د هلمند د برېښنا او ترانسپورټ ادارو عوايد د تېرو کلونو په پرتله ډېر شوي دي.

د دغه ولايت د برېښنا رييس انجنير نصرالله قانع او د ترانسپورټ رييس د ليندۍ په ١٤مه په يوه ګډه خبري غونډه کې معلومات ورکړل.

د برېښنا رييس وويل چې د تېر کال په پرتله يې د برېښنا په عوايدو کې په داسې حال کې ډېروالی راغلی چې د ځينو عامو خلکو په ګډون دولتي ادارې يې هم پوروړې دي.

هغه زياته کړه چې که څه هم  پر امنيتي ستونزو سربېره له کجکي تر لښکرګاه او ولسواليو پورې د برېښنا مزي زاړه او وخت ناوخت  پرې کېږي، خو بيا يې هم   د روان لمريز کال له پيله تر اوسه ۲۶۶ ميليونه افغانۍ عايد ترلاسه کړى دى.

د نوموړي په وينا، دغه عوايد يې د تېر کال په پرتله ۳۵ سلنه  ډېر شوي دي.

د برېښنا رييس وايي، د جوړ شوي پلان  له مخې يې په هغو سيمو کې چې عام خلک په کې اوسېږي او د برېښنا محصول نه ورکوي، پر هغوى يې برېښنا قطع کړې ده.

قانع وويل چې ايمرجنسي روغتون، زندان، د بست تصدۍ او حجارۍ او نجارۍ تصديو سربېره ځينې نورې دولتي ادارې يې له  کلونو راهيسې پوروړي دي او په دې پلمه يې قرضونه  نه ورکوي چې دوی دومره  بوديجه نه لري.

هغه زياتوي چې پر يادو ادارو او خلکو يې ١٢٠ ميليونه افغانۍ پور دى چې له دې څخه يې ٤٥ ميليونه پر خلکو او پاتې يې پر دولتي ادارو دي.

د برېښنا رييس وويل چې دوى ته يې  مکتوبونه لېږلي خو تر اوسه يې کوم ځواب نه دى ترلاسه کړى.

د هغه په وينا، دوى اوس مهال د کجکې  او ګرشک ولسواليو  له برېښنا بندونو او په ښار کې د جنراتوري برېښنا څخه عوايد ترلاسه کړي چې ټول ١٩ زره مشتريان لري.

دا په داسې حال کې ده چې وسله وال طالبان هم په هغو سيمو کې د برېښنا لسګونه ميليونه افغانۍ محصول ټولوي چېرې چې د هغوى واکمني ده.

قانع وايي چې د کجکې ولسوالۍ د بند  دوه  توربينونو سربېره پر دې چې د ۳۳ ميګاواټه  په ظرفيت  توليد لري، د درېيم توربين چې ۱۶ نيم مېګاواټه برېښنا به  توليدوي، د نصب چارې يې ځنډېدلې وې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.