ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست ښار کې چاودنې د دوو پوليسو په ګدون درې کسان ټپيان کړل

خوست ښار کې چاودنې د دوو پوليسو په ګدون درې کسان ټپيان کړل

author avatar
10 Dec 2015 - 13:20
خوست ښار کې چاودنې د دوو پوليسو په ګدون درې کسان ټپيان کړل
author avatar
10 Dec 2015 - 13:20

خوست ښار (پژواک، ١٩ ليندۍ ٩٤): په خوست ښار کې ماين چاودنې د يوه ملکي وګړي تر څنګ دوه پوليس ټپيان کړل.

دغه چاودنه نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې د خوست ښار غازي ببرک خان پارک ته څېرمه د مخکې له مخکې ځای پر ځای شوي ماين له امله رامنځته شوې.

که څه هم ځايي چارواکي د پېښې په اړه څه نه وايي، خو يوې امنيتي سرچينې د نوم ښودو په شرط د دې پېښې پخلی وکړ.

سرچينې وويل، چاودنه د پوليسو پر پلې ګزمه شوې چې په پايله کې يې دوه پوليس او يو ملکي وګړی ټپيان شوي چې دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د پېښې يوه عيني شاهد عبدالمالک پژواک اژانس ته وويل، چاودنه دومره زوروره نه وه، خو يو پوليس او يو ملکي وګړی يې په ټپي حالت کې وليدل چې نورو پوليسو روغتون ته لېږدول.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې په خوست ښار کې دا ډول بمي چاودنې ډېرې شوې او له امله يې د ځينو ملکي وګړو په ګډون يو شمېر امنيتي ځواکونو ته ځاني زيان اړولی.

د نننۍ چاودنې په ګډون د هغو نورو چاودنو مسووليت هم تر اوسه چا پرغاړه نه دی اخيستی، خو دولت يې د وسله والو مخالفينو په ځانګړي ډول د طالب وسله والو کار بولي.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.