Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان د سوداګرۍ د نړيوال سازمان بشپړ غړيتوب تر لاسه کړ

کابل(پژواک، ٢٧ ليندۍ ٩٤): افغانستان د سوداګرۍ د نړيوال سازمان (WTO) د غړيو هېوادونو د وزيرانو په لسمه ناسته کې، د دې سازمان بشپړ غړيتوب تر لاسه کړ.

ياده ناسته د ليندۍ په ٢٤مه د کينيا په پلازمېنه نايروبي کې پيل شوې او نن هم روانه ده.

له افغانستان څخه د اجرائيه رياست د لومړي مرستيال انجنير محمدخان په مشرۍ يو لوړپوړى پلاوى په دې ناسته کې برخه لري.

د اجرائيه رياست د لومړي مرستيال د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان تېره ورځ په ياده ناسته کې د سوداګرۍ د نړيوال سازمان بشپړ غړيتوب تر لاسه کړ.

افغانستان چې له دې مخکې د ياد سازمان ناظر غړى و، ١١ کاله مخکې يې وړانديز کړى و چې د دې سازمان پوره غړيتوب ورکړل شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجنير محمدخان په دې سازمان کې د افغانستان بشپړ غړيتوب مهم او غوره اقدام بللى دى.

 د هغه په وينا، د دغه سازمان غړيتوب تر لاسه کول پر افغانستان د نړيوالې ټولنې باور زياتوي، ځکه هر هېواد يا پانګه وال له پانګونې مخکې ګوري، چې دغه هېواد د سوداګرۍ نړيوال سازمان غړيتوب لري او که نه.

محمدخان ويلي چې په دې کار سره به د ترانزيټ په برخه کې د افغانستان ستونزې په ځانګړې ډول  له پاکستان سره حل شي.

د ده په وينا، د افغانستان لپاره د دې سازمان غړيتوب ځکه ډېر مهم دى چې د نړۍ د سوداګرۍ ډېره برخه د همدې سازمان تر چتر لاندې تر سره کېږي او  افغانستان به  د نړيوالې سوداګرۍ په مهمو پرېکړو کې ونډه ولري.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.