کابل(پژواک، ٢٧ ليندۍ ٩٤): افغانستان د سوداګرۍ د نړيوال سازمان (WTO) د غړيو هېوادونو د وزيرانو په لسمه ناسته کې، د دې سازمان بشپړ غړيتوب تر لاسه کړ.
ياده ناسته د ليندۍ په ٢٤مه د کينيا په پلازمېنه نايروبي کې پيل شوې او نن هم روانه ده.
له افغانستان څخه د اجرائيه رياست د لومړي مرستيال انجنير محمدخان په مشرۍ يو لوړپوړى پلاوى په دې ناسته کې برخه لري.
د اجرائيه رياست د لومړي مرستيال د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان تېره ورځ په ياده ناسته کې د سوداګرۍ د نړيوال سازمان بشپړ غړيتوب تر لاسه کړ.
افغانستان چې له دې مخکې د ياد سازمان ناظر غړى و، ١١ کاله مخکې يې وړانديز کړى و چې د دې سازمان پوره غړيتوب ورکړل شي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجنير محمدخان په دې سازمان کې د افغانستان بشپړ غړيتوب مهم او غوره اقدام بللى دى.
د هغه په وينا، د دغه سازمان غړيتوب تر لاسه کول پر افغانستان د نړيوالې ټولنې باور زياتوي، ځکه هر هېواد يا پانګه وال له پانګونې مخکې ګوري، چې دغه هېواد د سوداګرۍ نړيوال سازمان غړيتوب لري او که نه.
محمدخان ويلي چې په دې کار سره به د ترانزيټ په برخه کې د افغانستان ستونزې په ځانګړې ډول له پاکستان سره حل شي.
د ده په وينا، د افغانستان لپاره د دې سازمان غړيتوب ځکه ډېر مهم دى چې د نړۍ د سوداګرۍ ډېره برخه د همدې سازمان تر چتر لاندې تر سره کېږي او افغانستان به د نړيوالې سوداګرۍ په مهمو پرېکړو کې ونډه ولري.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP