Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هلمند څلور ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي

لښکرګاه(پژواک،٣مرغومى٩٤): د هلمند د ولايتي شورا منشي او ځينې اوسېدونکي وايي چې د دې ولايت څلور ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد معصوم ستانکزي د يوې خبرې غونډې پرمهال وويل چې د هلمند ولايت يوه ولسوالۍ هم د طالبانو په ولکه کې نه ده.

خو د هلمند د ولايتي شورا  منشي عطالله افغان د مرغومي په٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولايت څلور ولسوالۍ باغران، ديشو، موسى کلا او نوزاد د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.

هغه وويل : (( د نورو ولسواليو په ډيرو برخو کې هم جګړه روانه ده او ناوې ولسوالۍ کې خو هيڅ اداره نشته.))

د سنګين ولسوالۍ قومي مشر شمس الله صحرايي هم پژواک ته وويل چې د هلمند د يادو څلورو ولسواليو واګې له طالبانو سره دي.

هغه دا هم وويل چې د سنګين، کجکي، واشير او مارجې ولسواليو يواځې مرکزونه له حکومت سره او پاتې نور يې له طالبانو سره دي.

هغه زياتوي : (( ولسوالۍ بايد ولس ته خدمت وکړي خو اوس دلته دا خبرې نشته ، ځکه چې په يوه لسوالۍ کې څوک نشته.))

دغه راز د هلمند د مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد پژواک ته وويل چې د دې ولايت له دوو ولسواليو پرته په نورو ټولو کې جګړه روانه ده.

هلمند ١٤ولسوالۍ لري.

همدرد وايي: ((له ناوې او ګرمسېر ولسواليو پرته نور په ټول هلمند کې جګړه روانه ده، که دولت دغلته سمه رهبري ونه کړي نو ښايي دغه دوه ولسوالۍ هم د سقوط له ګواښ سره مخ شي.))

هغه وايي چې  هلمند کې د روانې نا امنۍ لوی لامل د ځايي ادارې بې کفايتي، د هلمند لپاره د چارواکو ناسمې او فرمايشي ګومارنې دي.

نوموړي وويل چې د روانې جګړې له امله ګڼ شمېر کورنۍ بې ځايه شوي او ملکي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.