منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۲ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د هلمند څلور ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۲ کتنې

لښکرګاه(پژواک،٣مرغومى٩٤): د هلمند د ولايتي شورا منشي او ځينې اوسېدونکي وايي چې د دې ولايت څلور ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد معصوم ستانکزي د يوې خبرې غونډې پرمهال وويل چې د هلمند ولايت يوه ولسوالۍ هم د طالبانو په ولکه کې نه ده.

خو د هلمند د ولايتي شورا  منشي عطالله افغان د مرغومي په٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولايت څلور ولسوالۍ باغران، ديشو، موسى کلا او نوزاد د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.

هغه وويل : (( د نورو ولسواليو په ډيرو برخو کې هم جګړه روانه ده او ناوې ولسوالۍ کې خو هيڅ اداره نشته.))

د سنګين ولسوالۍ قومي مشر شمس الله صحرايي هم پژواک ته وويل چې د هلمند د يادو څلورو ولسواليو واګې له طالبانو سره دي.

هغه دا هم وويل چې د سنګين، کجکي، واشير او مارجې ولسواليو يواځې مرکزونه له حکومت سره او پاتې نور يې له طالبانو سره دي.

هغه زياتوي : (( ولسوالۍ بايد ولس ته خدمت وکړي خو اوس دلته دا خبرې نشته ، ځکه چې په يوه لسوالۍ کې څوک نشته.))

دغه راز د هلمند د مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد پژواک ته وويل چې د دې ولايت له دوو ولسواليو پرته په نورو ټولو کې جګړه روانه ده.

هلمند ١٤ولسوالۍ لري.

همدرد وايي: ((له ناوې او ګرمسېر ولسواليو پرته نور په ټول هلمند کې جګړه روانه ده، که دولت دغلته سمه رهبري ونه کړي نو ښايي دغه دوه ولسوالۍ هم د سقوط له ګواښ سره مخ شي.))

هغه وايي چې  هلمند کې د روانې نا امنۍ لوی لامل د ځايي ادارې بې کفايتي، د هلمند لپاره د چارواکو ناسمې او فرمايشي ګومارنې دي.

نوموړي وويل چې د روانې جګړې له امله ګڼ شمېر کورنۍ بې ځايه شوي او ملکي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د هلمند د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول دويم څارن شاه محمد اشنا پژواک ته وويل چې له تېرو لسو کلونو راهيسې باغران او ديشو ولسوالۍ له وسله والو طالبانو سره دي.

هغه وويل: (( په ناوې ولسوالۍ نه طالبان شته او نه هم دولتي کسان او د دې ولسوالۍ لپاره چې کوم تشکيل ورکړل شوى  هغه په سنګين کې اوسيږي.))

اشنا وويل چې د موسى کلا او نوزاد ولسواليو ځينې سيمې له طالبانو سره او پاتې نور يې له حکومت ځواکونو سره دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه