جلال اباد(پژواک،۳ مرغومى ۹۴): د نورستان ولايت چارواکي وايي چې په روغتيايي مرکزونو کې يې د متخصصو ډاکټرانو د نشتوالي روغتيايي چارې ټکنۍ کړې دي.
د روغتيايي مرکزونو لپاره د معياري ودانيو نشتوالی، د ښځينه ډاګټرانو نه شتون او د جراحي ډاکټرانو کموالى د نورستان ولايت د روغتيايي چارو پر وړاندې نورې ستونزې دي.
د دې ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر محمد اسمعيل ستانکزي پرواک خبري اژانس ته وويل، چې په ياد ولايت کې ۲۸ روغتيايي مرکزونه لري.
دی وايي: (( په ټولو روغتيايي مرکزونو کې تر ۳۵ قابلې لرو خو ښځينه ډاکټرانې نه لرو، په څو روغتيايي مرکزونو کې جراحي عمليات کېږي،خو د اړتيا پر مهال جراحي ناروغان کونړ او ننګرهار ته لېږو.))
نوموړي زياته کړه : ((موږ د متخصص ډاکټرانو له کموالي سره مخ يو، د عامې روغتيا له وزارت څخه غواړو چې خدمتي ډاکټران راولېږي.))
دغه راز د نورستان ولايت سرپرست حافظ عبدالقيوم پژواک اژانس ته وويل چې د ولسواليو له روغتيايي مرکزونو سربېره په مرکز کې ۲۰ بستريز روغتون لري، چې چارې يې په يوه کرايه کور کې تنظيمږي.
سرپرست والي وايي: ((په مرکز پارون کې مو د ۵۰ بستريز روغتون د جوړولو چارې پيل کړي، چې په دوه کلونو کې به بشپړې شي.))
حافظ عبدالقيوم وايي: ((موږ په ټول نورستان کې دوه جراح ډاکټران لرو چې يو يې وايګل ولسوالۍ کې کار کوي او بل يې په مرکزي روغتون کې دنده لري.))
د ده په وينا، د نورستان ولايت په سيمه ييزو کلينيکونو کې په لوړه کچه روغتيايي خدمات نه شي وړاندې کېدای.
ويل کېږي چې په نورستان ولايت کې متخصص ډاکټران د بېلا بېلو لاملونو په وجه کار ته زړه نه ښه کوي او همدا لامل دی، چې ډېری ناروغان يې نورو ولايتونو ته د درمنلې لپاره ځي.
د نورستان د مرکز پاروان اوسېدونکي اسمعيل عدالتخواه پژواک اژانس ته وويل، چې د مرکز روغتون يواځې د کلينيک په بڼه خدمات وړاندې کولى شي او د بسترونو شمېر يې ډېر کم دی.
دی وايي، چې د نورستان ولايت اوسېدونکي د روغتيايي خدماتو په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي او هيله لري چې مرکزي حکومت په دې چاره کې همکاري ډېره کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن