منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۰ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“نورستان کې د متخصصو ډاکټرانو نشتوالي روغتيايي چارې ټکنۍ کړي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۳ کتنې

جلال اباد(پژواک،۳ مرغومى ۹۴): د نورستان ولايت چارواکي وايي چې په روغتيايي مرکزونو کې يې د متخصصو ډاکټرانو د  نشتوالي روغتيايي چارې ټکنۍ کړې دي.

د روغتيايي مرکزونو لپاره د معياري ودانيو نشتوالی، د ښځينه ډاګټرانو نه شتون او د جراحي ډاکټرانو کموالى د نورستان ولايت د روغتيايي چارو پر وړاندې نورې ستونزې دي.

د دې ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر محمد اسمعيل ستانکزي پرواک خبري اژانس ته وويل، چې په ياد ولايت کې ۲۸ روغتيايي مرکزونه لري.

دی وايي: (( په ټولو روغتيايي مرکزونو کې تر ۳۵ قابلې لرو خو ښځينه ډاکټرانې نه لرو، په څو  روغتيايي مرکزونو کې جراحي عمليات کېږي،خو د اړتيا پر مهال جراحي ناروغان کونړ او ننګرهار ته لېږو.))

نوموړي زياته کړه : ((موږ د متخصص ډاکټرانو له کموالي سره مخ يو، د عامې روغتيا له وزارت څخه غواړو چې خدمتي ډاکټران راولېږي.))

دغه راز د نورستان ولايت سرپرست حافظ عبدالقيوم پژواک اژانس ته وويل  چې د ولسواليو له روغتيايي مرکزونو سربېره په مرکز کې ۲۰ بستريز روغتون لري، چې چارې يې په يوه کرايه کور  کې تنظيمږي.

سرپرست والي وايي: ((په مرکز پارون کې مو د ۵۰ بستريز روغتون د جوړولو چارې پيل کړي، چې په دوه کلونو کې به بشپړې شي.))

حافظ عبدالقيوم وايي: ((موږ په ټول نورستان کې دوه جراح ډاکټران لرو چې يو يې وايګل ولسوالۍ کې کار کوي او بل يې په مرکزي روغتون کې دنده لري.))

د ده په وينا، د نورستان ولايت په سيمه ييزو کلينيکونو کې په لوړه کچه روغتيايي خدمات نه شي وړاندې کېدای.

ويل کېږي چې په نورستان ولايت کې متخصص ډاکټران د بېلا بېلو لاملونو په وجه کار ته زړه نه ښه کوي او همدا لامل دی، چې ډېری ناروغان يې نورو ولايتونو ته د درمنلې لپاره ځي.

د نورستان د مرکز پاروان اوسېدونکي اسمعيل عدالتخواه پژواک اژانس ته وويل، چې د مرکز روغتون يواځې د کلينيک په بڼه خدمات وړاندې کولى شي او د بسترونو شمېر يې ډېر کم دی.

دی وايي، چې د نورستان ولايت اوسېدونکي د روغتيايي خدماتو په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي او هيله لري چې مرکزي حکومت په دې چاره کې همکاري ډېره کړي.

د ياد ولايت بل اوسېدونکي جمال پژواک اژانس ته وويل: ((په ولسواليو کې روغتيايي کلينيکونه ښه خدمات نه لري، د سيمې خلک له ستونزو سره مخ دي، مثلا د ښځينه ناروغانو درملنه ډېره مشکل ده، ځکه ښځينه ډاکټرانې بېخې نه شته.))

خو د نورستان د عامې روغتيا رييس محمد اسعميل ستانکزی وايي، چې د ولسواليو په روغتيايي مرکزونو کې يې هر ورځ د ناروغانو درملنه کېږي او هغه ناروغان چې قوي درملنې ته اړتيا لري د دوی د امبولانسونو په وسيله کونړ او ننګرهار ته لېږل کېږي.

هغه وايي چې د يو شمېر ولسواليو روغتيايي مرکزونه ښې ودانۍ نه لري او بايد په عصري بڼه ورته ودانۍ جوړې شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا