ترينکوټ (پژواک، ۸ مرغومی ۹۴): د اروزګان ولايت د روزنې او اصلاح له مرکزه پنځه ماشومان تښتېدلي چې دوه يې بېرته نيول شوي دي.
د دغه ولايت د والي وياند دوست محمد ناياب د مرغومي په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه له ياد مرکزه پنځه ماشومان تښتېدلي وو.
هغه زياته کړه چې پوليسو په دې اړه پلټنې وکړې، دوه يې بېرته پيدا کړي، خو درې نور اوس هم نادرکه دي.
ناياب وايي چې په نادرک شوو ماشومانو کې دوه د سياسي او يو د جنايي جرمونو په تور بنديان وو.
د والي وياند وايي، پوليسو د ياد مرکز مسوولين او ساتونکي نيولي او پلټنې ترې پيل شوې دي.
د اروزګان د عدليې رييس ګلاب محمد خطير پژواک ته وويل، ياد کسان چې څو تنه يې تنکي زلميان هم وو، د دېوال په سوري کولو سره له مرکزه په تېښته بريالي شوي دي.
هغه زياته کړه چې يادو ماشومانو بېلابېل جرمونه ترسره کړي وو، خو د عمرونو د کموالي له امله په ياد مرکز کې اوسېدل.
خطير وويل چې د امنيتي ځواکونو له خوا د ياد مرکز مسوولين او ساتونکي نيول شوي او دا مهال تر پوښتنو لاندې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن