Language

د غزني په ترافیکي پېښه کې پنځه کسان مړه او ۲۵ نور ټپیان دي

لومړی تعقيب- غزني ښار (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٤): په غزني ولايت کې  د کابل- کندهار پر لويه لار د ترافيکي پېښې له امله پنځه کسان مړه او ٢٥ نور ټپيان دي.

د غزني د ترافيکو مدير محمدالله احمدي د مرغومې په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې شاوخوا ٩ بجې د غزني د اب بند ولسوالۍ د تودې په سيمه کې ترافيکي پېښه رامنځته شوې ده.

هغه وايي: ((٣٠٣ ډوله موټر له يو ټېلر سره جنګېدلى او ٣٠٣ موټر اور اخيستى دى.))

د هغه په وينا، په دې پېښه کې پنځه تنه وژل شوي او  ٢٥ نور ټپيان دي چې د غزني ولايتي روغتون ته انتقال شوي دي.

د غزني د ولايتي روغتون مشر بازمحمد همت پژواک ته وويل چې له يادې پېښې تر اوسه روغتون ته ٢٥ ټپيان ور وړل شوي دي.

هغه وايي چې په ټپيانو کې دوه ښځې او دری ماشومان هم شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د غزني ښار د عزيز کلا په سيمه کې د ترافيکي پېښې له امله دری تنه مړه او ٢٢ نور ټپيان وو.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.