Language

د خوست امنيه قوماندان : د غلو پر ضد به  جدي اقدام وکړو

خوست (پژواک ١٣ مرغومى ٩٤): د خوست امنيتي چارواکي وايي، چې د وسله والو غلاوو د مخنيوي لپاره به له دې وروسته د غلو پر وړاندې له جدي غبرګون څخه کار واخلي.

دغه څرګندونې امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت، نن يې په خبري ناسته کې وکړې او ويې ويل، چې د وسله والو غلو او دغه راز د نورو ناقانونه کړنو ترسره کوونکو پر وړاندې يې جدي مبارزه پيل کړې ده.

ده زياته کړه، د غلا او دې ته ورته نورو پېښو په تور يې ګڼ  شمېرکسان نيولي او پرته له کوم ځنډ څخه يې عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.

دى وايي: ((هر څوک چې په وسله والو غلاوو کې لاس لري، پوليس د هغوى د فعاليتونو مخنيوي او نيولو په اړه جدي اقدامات کوي، څو د وسله والو غلاوو مخه ونيسي.))

نوموړي دغه څرګندونې په هغه خبري کنفرانس کې وکړې، چې په خوست ښار کې يې د غلو څلور کسيزې وسله والې ډلې تر نيونې وروسته خبريالانو ته معلومات ورکول.

امنيه قوماندان د غلو دغه وسله واله ډله يې خبريالانو ته له هغو غلا شويو وسايلو سره يوځاى وښودله، چې څو ورځې وړاندې يې د طلوع افتاب په نوم له يوه خصوصي پوهنتون څخه د شپې له خوا غلا کړي وو.

نوموړي وويل، دغو کسانو د وسلې په زور د پوهنتون د استادانو او څوکيدارانو پښې او لاسونه تړلي او بيا د ځينو کمپيوټرونو په ګډون موبايلونه، نغدې پيسې او ځينې نور توکي له ځان سره وړي وو.

هغه زياته کړه: ((دغه کسان د شپې په دوو بجو ياد پوهنتون ته داخل شوي، لومړى يې د پوهنتون استادان او نور کارکوونکي تړلي او بيا يې هغه وسايل له ځان سره وړي، چې په لاس ورغلي وو.))

د طلوع افتاب خصوصي پوهنتون يوه استاد فهيم خټک له خبريالانو سره د خبرو پرمهال له پوليسو مننه وکړه، چې له دوى څخه غلا شوي توکي يې بېرته ترلاسه کړل.

هغه زياته کړه: ((د شپې موږ ټول ويده وو، چې وسله وال کسان کوټو ته راننوتل او موږ يې وتړلو او وسايل يې ټول کړل. موږ په بېړه پوليسو ته خبر ورکړ، چې بالاخره ډېر ژر يې دغه کسان ونيول.))

د يادونې ده، چې ډېره موده وروسته په خوست کې د وسله والې غلا راپور ورکول کېږي، خو امنيه قوماندان فيض الله غيرت ګوت څنډنه کوي، چې د داسې پېښو بيا تکرارېدو ته به اجازه ورنه کړي.

 

login or register a new account.

Related Topics