Language

د خوست ملي امنیت نوی ريیس معرفي شو

خوست ښار (پژواک، ٢١ مرغومى ٩٤): د خوست د ملي امنيت نوى رييس وايي چې د خلکو په ملاتړ او همکارۍ سره به د دغه ولايت په امنيت کې ښه والی راولي.

ډګروال برکت الله چې د پکتيا د څمکنيو ولسوالی اوسېدونکی دی او ۳۳ کاله په نظامي برخه کې تجربه لري، نن د يوې غونډې پر مهال د خوست والي حکم خان حبيبي له خوا د خوست د ملي امنيت د نوي رييس په توګه د یاد ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

د خوست د ملي امنيت نوي رييس ډګروال برکت الله يادې غونډې ته په خپلو کې وويل چې د عامو خلکو له همکارۍ پرته دوی هېڅ هم نه شي ترسره کولی.

نوموړي په ټوله کې د خوست له اوسېدونکو په ځانګړي ډول له قومي مشرانو، ديني عالمانو او د مدني ټولنو له غړو غوښتنه وکړه چې ترهګريزو بريدونو په مخنيوي کې له دوی سره د زړه له تله همکاري وکړي.

هغه زياته کړه: ((که له دولت سره د ملت همکاري نه وي، هغه دولت د کاميابۍ لور ته نه ځي، که چېرې د ملت همکاري له دولت سره وي، نو دولت به خامخا په خپلو چارو کې بريالی وي.))

د خوست والي حکم خان حبيبي يادې غونډې ته وويل چې په دولتي ادارو کې تغير او تبديل يو اصل دی او د همدې اصل پر اساس ډګروال برکت الله د خوست د پخواني ملي امنيت رييس په توګه پر دنده وګومارل شو.

هغه زياته کړه: ((دولتي ادارو کې تغير او تبديل حتمي دی او دا د دولت لزوم ديد هم دی، دا به راځي نن به زه يم سبا به نه يم، نن يو وزير وي سبا به نه وي، نن به يو رييس وي سبا به نه وي، دا بايد ټول په ځان ومنو.))

بلخوا مدني فعال محمدجلال حقيت ځدراڼ پژواک آژانس ته وويل چې د ملي امنيت اداره د يوه نظام لپاره د ملا د تير بڼه لري او که چېرې په دې اداره کې مفسد کسان پر دندو وګومارل شي، نو د هېواد امنيت ته جدي ګواښ پېښېدلی شي.

نوموړی د خوست د ملي امنيت د نوي رييس څخه غوښتنه کوي، هغه نيمګړتياوې چې پخوا په دې اداره کې موجودې وي له منځه يوسي.

login or register a new account.

Related Topics