خوست ښار (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٤): د خوست او پکتیا يو شمېر قومي مشران او ديني عالمان وايي چې په اوسنيو شرايطو کې د حکومت پر وړاندې د سياسي اپوزېسيونونو جوړول د هېواد پر زيان تمامېږي.
دغو قومي مشرانو او ديني عالمانو چې شمېر يې شاوخوا دوو سوو ته رسېده، د مرغومي په ٢٦مه د يوې غونډې په ترڅ کې د حکومت پر خلاف د راپورته شوو سياسي ډلو مبارزه ناسمه وبلله.
د حرکت انقلاب اسلامي ګوند مشر محمد موسی هوتک غونډې ته وويل چې هېواد دا مهال له سخت امنيتي او اقتصادي بحران سره مخ دی او د سياسي اپوزېسيونونو جوړول بايد د نظام د ړنګېدو په معنا نه وي.
نوموړي وويل، که څه هم د ملي يووالي په حکومت کې ستونزې شته، خو زياته يې کړه چې يو شمېر سياسي کړۍ د اصلاحاتو راوستو پر ځای د دولت د تخريب او ړنګېدو په هڅه کې دي.
هغه زياته کړه: ((موږ منو چې دوه سری حکومت دی او د مجبوريتونو پر بنسټ جوړ شوی، خو دلته هره سياسي ډله د خپلو شخصي ګټو په خاطر هڅه کوي چې په دولت کې ځان ته ځای پيدا کړي.))
په خوست کې د مجاهدينو د يووالي اسلامي شورا مشر مولوي محمد سردار ځدراڼ يادې غونډې ته په خپلو خبرو کې د اوسنيو اپوزېسيونونو جوړول بهرنۍ دسيسې وبللې.
هغه پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ چې د ملي يووالي له څخه څخه ملاتړ وکړي او پرې نه ږدي چې بهرنۍ استخباراتي کړۍ په افغانستان کې خپل اهداف مخ ته يوسي.
ده زياته کړه: ((له يوه طرفه د سولې خبرې روانې دي او بل لوري د دولت د ظرفيت پر لوړاوي کار کېږي. دغه راپورته شوې سياسي ډلې نه د خلکو په ګټه دي او نه هم دولت ته.))
قومي مشر حاجي عالم ګل کوچي يادې غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل چې په بېلابېلو نومونو د حکومت پر خلاف د اپوزېسيونونو او جبهو له جوړولو يوازېنۍ موخه شخصي ګټې دي.
هغه زياته کړه چې د دغو اپوزېسيونونو او جبهو مشري هغه کسان کوي چې په تېر حکومت کې پر لوړو چوکيو ګومارل شوي او ازمويل شوي چې اوس بې دندو دي.
هغه وويل: ((دغه کسان موږ يو ځل ازمويلي دي، د بيا ځل ازمويلو ته اړتيا نشته، د چا په خبره مه غولېږئ، ټول د خپلو ګټو لپاره لګيا دي، موږ ډېره اړتيا يووالي، سولې او ثبات ته لرو.))
ديني عالم مولوي خالق داد بيا له ټولو افغانانو او همدارنګه له سياسي مخالفو ډلو ټپلو غوښتنه وکړه چې د تخريب پر ځای په دولت کې د اصلاحاتو راوستلو لپاره سره يو ځای شي.
login or register a new account.