ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

استراليا له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټينګار وکړ

استراليا له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټينګار وکړ

author avatar
18 Jan 2016 - 11:12
استراليا له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټينګار وکړ
author avatar
18 Jan 2016 - 11:12

کابل (پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٤): استراليا وايي چې د افغانستان خلک د ترهګرو ډلو له خوا تپل شوې جګړې او تاوتريخوالي زيانمن کړي او هېواد يې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د استراليا لومړي وزير ملکم ترنبل له ولسمشر غني سره په ارګ کې وليدل او دواړو د خپلو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر پراختيا، په افغانستان کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې، د سولې پروسې، بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو په اړه بحث او خبرې وکړې.

ولسمشر غني په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د استراليا له مرستو او د هغه هېواد د مالي مرستو له دوامه مننه وکړه او په افغانستان کې يې د ٤١ استراليايي سرتېرو قرباني وستايله.

هغه د استراليا له لومړي وزير غوښتنه وکړه چې له افغان هوايي ځواکونو سره د تخنيکي وسايلو په ساتنه کې مرسته وکړي.

د استراليا لومړى وزير چې د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلي و، د خپل هېواد د پوځي ځواکونو قوماندان مارشال مارک بنکسين ته يې لارښوونه وکړه چې په دې برخه کې د همکارۍ د امکاناتو چاره و ارزوي.

ولسمشر غني له استراليا غوښتنه وکړه چې په هېواد کې يې د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي او د اوبو د مديريت په برخه کې دې له افغانستان سره تخنيکي مرستې وکړي.

د استراليا لومړي وزير وويل چې په افغانستان کې به د خپلو ځواکونو شمېر ٢٧٠ تنو ته لوړ کړي، څو د افغان ملي پوليسو او اردو سره په کابل کې د امنيت په خوندي کولو کې همکاري وکړي.

هغه يو ځل بيا په پراختيايي برخه کې له افغانستانه د خپل هېواد پر ملاتړ ټينګار وکړ.

د استراليا لومړي وزير ولسمشر غني ته  بلنه ورکړه چې استراليا ته سفر وکړي چې ولسمشر يې بلنه ومنله او څرګنده يې کړه چې د راتلونکي کال په اوړي کې به استراليا ته سفر وکړي.

د استراليا لومړي وزير د حکومت د اجرايي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله سره هم په خپله ليدنه کې په افغانستان کې د امنيت او ثبات لپاره د مبارزې او همکارۍ پر لارو چارو خبرې وکړې او د سولې په برخه کې يې د همکاريو د ژمنې تر څنګ له وسله والو مخالفينو سره پر ګډې مبارزې ټينګار وکړ.

عبدالله د افغان حکومت د اقتصادي پروګرامونو او دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په اړه خبرې وکړې او ويې ويل چې استراليا کولى شي له افغانستان په پوځي برخه، ظرفيت لوړونې، د کانونو د کشف او ورڅخه ګټه اخيستنې ، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې همکاري وکړي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.