Language

خوست ښار (پژواک، ٦ سلواغه ٩٤): د لويې پکتيا د ځدارڼو د يوولسو ولسواليو ديني عالمانو او قومي مشرانو د يوې غونډې په ترڅ کې له دولته د ملاتړ تر څنګ په خپلو ولسواليو کې د بيارغونې د پروژو د پلې کولو غوښتنه وکړه.

دغه غونډه چې په خوست کې جوړه شوې وه، د لويې پکتيا (په خوست، پکتيا او پکتيکا ولايتونو کې) د ځدراڼو د يوولسو ولسواليو د ګډې شورا سلګونو قومي مشرانو، ديني عالمانو او د مدني ټولنو غړو په کې برخه اخيستې وه.

د غونډې ګډونوالو ويل چې د ځدراڼو په ټولو يوولسو ولسواليو کې د بيارغونې هېڅ ډول کارونه نه دي ترسره شوي او اوس د دوی خلک په دې برخه کې له زياتو مشکلاتو سره لاس او ګرېوان دي.

د ځدراڼو د ګډې شورا مشر حاجي مرک ځدراڼ په ياده ونډه کې له افغان دولت او نړيوالې ټولنې غوښتنه وکړه، څو د ځدراڼو په سيمو کې د بيارغونې بنسټيزې پروژې چې له ښوونځيو، په پاخه او اساسي ډول د سړکونو، روغتيايي مرکزونو او پلونو له جوړولو څخه عبارت دي، ترسره کړي.

هغه وويل: ((ښوونځي مو نشته، کلينيکونه مو نشته، سړکونه مو نشته، پر دولت غږ کوو چې موږ ته خپل حقوق راکړي او د خپل حق غوښتلو لپاره به له هرې ممکنې لارې ګټه واخلو.))

د افغانستان د مجاهدينو د سراسري شورا مشر او د ځدراڼو د ګډې شورا يوه غړي مولوي محمد سردار ځدراڼ غونډې ته وويل چې افغان دولت د دوی د سيمو خلک هېر کړي دي او د ولايتونو چارواکي او دغه راز مرکزي دولت دوی ته په دولت کې هېڅ ونډه نه ده ورکړې.

نوموړي د ملي يووالي د حکومت له مشرانو غوښتنه وکړه چې د لويې پکتيا په ځانګړي ډول د ځدراڼ مېشتو سيمو لوستو کسانو ته په دولت کې ونډه ورکړي.

هغه زياته کړه: ((ځدراڼ يوولس ولسوالۍ دي چې د هرې ولسوالۍ نفوس يې تر يو لک پورې رسېږي، يانې يو ميليون خلک په نظام کې برخه نه لري، نه وزير لري، نه وکيل لري، نه والي لري، نه سفير لري او نه قوماندان لري.))

د ځدراڼو د سيمې يوه بل قومي مشر حاجي عتيق الله ياده غونډه کې وويل چې د ځدراڼو ولسواليو اوسېدونکي په بشپړ ډول د دولت ملاتړ کوي او له امنيتي ځواکونو سره يې د هر راز مرستې ژمنه وکړه.

هغه وويل: ((موږ له خپل دولت نه سل په سلو کې ملاتړ کوو، د دولت کسان زموږ وروڼه دي، موږ د دوی تر څنګ ولاړ يو او له دولت څخه هم غواړو چې خلکو ته کار وکړي.))

د يادونې ده، ځدراڼ په خوست پکتيا او پکتيکا ولايتونو کې يوولس ولسوالۍ لري چې نفوس يې شاوخوا يو ميليون کسانو ته رسېږي او زياتره سيمې يې غرنيزې دي.

login or register a new account.