جلال اباد (پژواک،۲۲سلواغه۹۴): د ښارجوړنې وزير ننګرهار ولايت ته په سفر کې اعلان وکړ، چې د هېواد د اوو سترو ښارونو د جوړېدو پر ماسټرپلان بيا کتنه کوي.
سيد سعادات منصور نادري د سلواغې په ۲۲مه، د ننګرهار ولايت د مقام د نوې ودانۍ په پرانېسته کې وويل چې د کابل، کندهار، مزارشريف، هرات، ننګرهار په ګډون د اوو ولايتونو ماسټرپلان له اوسني ښاري انکشاف سره برابر نه دی.
ده زياته کړه: ((د يادو ولايتونو ماسټرپلان پخوانی دی، دې ښارونو کې ډېرې پانګونې شوي؛ نو په هغه ډول تطبيق يې ستونزې لري؛ موږ غواړو د نوي ښاري تګلارې پر بنسټ يې جوړ کړو.))
نوموړى وايي، په دې تړاو يې خپل وړانديزونه له ولسمشر سره شريک کړي او د ده په وينا، منظور کړي دي، چې ډېر ژر به يې پر تګلاره کار پيل شي.
د هغه په وينا، د هېواد په کچه د اوسېدو لپاره ۱۰زره کورونه جوړوي او په دې برخه کې د چين په ګډون د مرستندويانو مرستې راجلبوي.
دى وايي: ((د ملي پيوستون پروګرام په تړاو کار پيل شوی، ځينو هېوادونو په دې برخه کې د مرستو ژمنه کړې ده، موږ به په راتلونکو کې دوو مياشتو کې دا پروګرام پيل کړو.))
د ننګرهار والي سليم خان کندوزي وويل، چې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د خلکو نفوس تر پخوا ډېر شوی او د کورونو د جوړېدو ځمکې په کې کمې شوې دي.
هغه وويل: ((موږ به د ښارجوړونې له وزير سره د ښار پر پرمختيايي پلان او د ښارګوټو د څرنګوالي او په کې د شته ستونزو په تړاو خبرې وکړو.))
وروسته دغو دواړه چارواکو له ځينو مسوولينو سره د ننګرهار ولايت د مقام نوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وړاندې کړه او يادونه يې وکړه، چې د ولايت په کاري برخه کې به ډېرې اسانتياوې رامنځ ته کړي.
والي وايي: ((دا ودانۍ د ولايت مقام دننه په درې پوړو کې د سيمه ييزو ارګانونو په ۲۶ ميليونه افغانۍ لګښت جوړه شوه، ۴۳ اداري او کاري خونې لري او ډېر ژر به د ولايت مقام کارکوونکي دغلته راانتقال شي.))
د هغه په وينا، مرکزي ادارو ژمنه کې چې په راتلونکي مياشت کې به دې ودانۍ ته کاري وسايل او نور تجهيزات هم راولېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن