خوست ښار (پژواک، ۲۳ سلواغه ۹۴): چارواکي وایي، په خوست ولایت کې د یوې چاودنې له امله دوه پولیس وژل شوي دي.
د خوست د والي وان مبارز ځدراڼ د سلواغې په ۲۳مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دا پېښه نن د دې ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه،چې په یاده ولسوالۍ کې ملي او سرحدي پولیس پر ګزمې بوخت و، چې پرې چاودنه وشوه او دوه سرتیري ووژل شول.
وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP