Language

خوستیانو د سلواغې د ۲۶مې په مناسبت غونډه کې پر ملي یووالي ټینګار وکړ

خوست (پژواک، ۲۶ سلواغه ۹۴): د روسانو د وتلو د ورځې په مناسبت په خوست کې د جوړې شوې غونډې ګډونوالو د افغانانو پر یووالي ټینګار وکړ او له وسله والو طالبانو یې وغوښتل چې نور له جګړې لاس واخلي او له خپلو نورو هېوادوالو سره یو ځای دې د هېواد په ابادۍ او ښېرازۍ کې ونډه واخلي.

دوی دغه څرګندونې نن له افغانستانه د روسي ځواکونو د وتلو د ۲۶مې کالېزې په ویاړ د خوست د جرګو په ستر تالار کې جوړې شوې غونډې ته وکړې.

په دې غونډه کې د خوست د والي تر څنګ د ولایتي شورا ريیس او غړو یې، ملکي او پوځي چارواکو، پخوانیو جهادي قوماندانانو، مجاهدینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، د سیاسي او ټولنیزو سازمانونو استازو، د سیمه يیزو، ملي او نړیوالو رسنیو خبریالانو او مدني فعالانو ګډون کړی و.

د خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي د دې ورځې د مبارکي ویلو تر څنګ وویل، اوه ویشت کاله مخکې سره ښکېلاک د ټولو بین الملي قوانینو خلاف د افغانستان په مقدسه خاوره تېری او یرغل وکړ او دا خاوره یې د خپلو شومو اهدافو لپاره اشغال کړه.

د ده په وینا، د وخت د سوپر طاقت (شوروي) هدف یوازې د افغانستان اشغال نه، بلکې غوښتل یې چې تر ګرمو اوبو ځان ورسوي خو د افغانانو له کلک عزم، سرښندنې او وسله وال جهاد سره مخ شو چې بالاخره افغانانو وکولی شول د یو نیم ميلیون شهیدانو په ورکولو سره روسانو ته غاښ ماتوونکی شکست ورکړي او دا مقدسه خاوره د هغوی له اشغال ازاده کړي.

حبیبي وویل چې د افغانانو د خپلواکۍ له برکته د برلين دېوال ونړېد او همدا شان زیات شمېر نور هېوادونه هم چې د شوروي اتحاد تر تاثیر او اشغال لاندې وو، بېرته ازاد کړل او پر خپلواکو هېوادونو بدل شول.

هغه زیاته کړه چې د جهاد تر بریا وروسته د یو شمېر بهرنیو او کورنیو توطیو او لاسوهنو له امله افغانانو له بده مرغه ونه شو کولای چې یو قوي او باثباته مرکزي حکومت جوړ او رامنځته کړي.

د نوموړي په وینا چې افغانستان اوس هم د بهرنیو له پراخو لاسوهنو سره مخ دی او له دې د خلاصون یوازېنۍ لاره سوله، د ملي یووالي ټينګښت، له اوسني نظام څخه غوڅ ملاتړ او د علم حاصلول دي.

هغه پر خلکو غږ وکړ چې نن افغانستان تر بل هر وخت ډېر سولې، ثبات، ملي یووالي او د اولادونو زده کړو ته اړتیا لري او همدې په کتو باید د ټولنې هر وګړی په دې برخه کې خپل رغنده رول ادا کړي.

پر وسله والو مخالفینو یې هم غږ وکړ چې نور له جګړې لاس واخلي، د سولې د پروسې له لارې دې له خپلو وروڼو سره یو ځای شي او د خپل هېواد په ابادۍ او ښېرازۍ کې برخه واخلي.

د خوست د ولایتي شورا ريیس عبدالولي واحدزي، دغه راز مولوي امین الله امین، قاري عبدالولي عادل، مولوي شاه محمد او یو شمېر نورو پخواني جهادي قوماندانانو د افغانستان د ازادۍ په لاره کې د افغان ولس پر مېړانې، سرښندنو او قربانیو خبرې وکړې.

دوی هر یوه د خپلو وینا پر مهال د افغانستان پر مقدسه خاوره د شوروي اتحاد یرغل پر سختو ټکو وغانده، خو پر دې یې خوښي څرګنده کړه چې افغانانو د تل په څېر سرو لښکرو ته هم داسې تاریخي ماتې ورکړه چې ټوله نړۍ یې د دوی له شر او فساد څخه وژغورل شوه.

login or register a new account.

Related Topics