کلات- مهترلام (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٤): په لغمان او زابل ولايتونو کې سلګونو کسانو په بېلا بېلو غونډو کې له ملي ځواکونو خپل ملاتړ څرګند کړ.
په زابل ولايت کې غونډه د سلواغې په ٢٧مه جوړه شوې وه چې په کې د ولايت د مرکز او ولسواليو قومي مشرانو، ديني عالمانو او ځوانانو برخه اخيستې وه.
د ملا عبدالحکيم په نوم يوه ديني عالم د دې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د افغان امنيتي ځواکونو د ملاتړ لپاره ټول يوه خوله دي او په دې برخه کې د هېڅ ګواښ پروا نه لري.
هغه له د دولتي ځواکونو غوښتنه وکړه چې دوى هم بايد له ولس سره ښه رويه وکړي او هغوی ځان ته ور نږدې کړي.
قومي مشر او پخواني جهادي قوماندان معاون سردارمحمد وويل چې له ملي اردو او پوليسو څخه ملاتړ کوي او هر څوک چې له دغو ځواکونو سره جګړه کوي دا کار يې د اسلام خلاف دی.
د زابل والي محمد انور اسحاقزي پژواک اژانس ته وويل چی افغان ځواکونه پياوړي شوي او د خپل هېواد دفاع د ځان مسووليت بولي.
بلخوا په لغمان ولايت کې د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې له ملي ځواکونو څخه ملاتړ وشو.
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د افغان ملي ځواک د اتلولیو او سرښندنو د ستاينې تر څنګ له ولسونو وغوښتل چې له خپلو امنيتي او دفاعي قواوو سره خپله همکاري همداسې جاري وساتي.
هغه له ولسونو وغوښتل، پرې نه ږدي چې د دې خاورې د سوکالۍ، ابادۍ او پرمختګ دښمنان زموږ د متحد ولس په منځ کې د نفاق او بدمرغۍ اور ته لمن ووهي.
ويناوالو له نړيوالې ټولنې وغوښتل تر څو د ملي وسله وال فوځ او په ځانګړې توګه د هوايي ځواک د پياوړتيا او په نوو او عصري الوتکو او وسايلو د هغوی د اکمال، تجهيز او سمبالولو لپاره لا نور اغېزمن ګامونه پورته کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP