Language

په خوست کې د حقاني ډلې ٦ وسله وال نيول شوي

خوست  (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٤): د ملي امنيت لوى رياست وايي چې په خوست ولايت کې يې د حقاني ډلې شپږ غړي له وسلو او مهماتو سره نيولي دي.

په کابل کې د ملي امنيت لوى رياست مطوعاتي دفتر له خوا د کب په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوى منسوبينو له ملي اردو او ملي پوليسو سره د ګډو عملياتو پر مهال د خوست ولايت د صبريو او باک ولسواليو په اړوندو برخو کې د رحيم الله او ستار په نومونو د حقاني ترهګرې ډلې دوه قوماندانان د هغوی له څلورو کسان سره نيولي دي.

سرچينې زياته کړې چې له یادو کسانو پنځه ميله کلاشینکوفونه، يو ميل چره يي ټوپک، دوه مخابرې او يو دوربين نيول شوي دي.

ملي امنيت وايي، له دوى څخه د پلټنو پر مهال په صبريو ولسوالی کې د حقاني ډلې د وسلو او مهماتو يو پټنځای هم کشف او ترې ګڼ مشېر وسلې او مهمات ترلاسه شوي دی.

بلخوا د خوست ولايت په دوو ولسواليو کې نن سهار او پرون مازديګر چاودنې شوې، خو کومه مرګ ژوبله يې نه لرله.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دې چاودنو کې يې ٦ پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

login or register a new account.