کابل (پژواک ٤ کب ٩٤): د افغان حکومت چارواکو، د سولې شورا د مشر او د يو شمېر نوو غړو د پېژندنې په مراسمو کې د شورا پر خپلواکۍ ټينګار وکړ او ويې ويل چې د سولې پروګرام له نړيوال ملاتړ څخه برخمن دى.
نن د يو شمېر مراسمو په ترڅ کې، پير سيداحمد ګېلاني د شورا د مشر، محمد کريم خليلي، حبيبه سرابي، عطاءالرحمن سليم، مولوي خبير اوچقوند، عزيزالله دين محمد او مولوي عبدالکريم خدام د هغه د مرستيالانو په توګه وټاکل شول.
د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني په دغو مراسمو کې وويل، چې افغان دولت او خلک پر سولې باور لري او په دې برخه کې ملي اجماع شتون لري.
هغه وويل چې ديني عالمانو د سولې په برخه کې فعاله رول درلود او خلک يې سولې ته رابللي دي.
غني د دې خبرې په څرګندولو سره چې د سولې پروسه يواځې ملي لړۍ نه، بلکې يوه سيمه ييزه او نړيواله لړۍ ده؛ زياته کړه چې د سولې عالي شورا د ملي ګټو او عمومي اجماع پر بنسټ رامنځته شوې ده.
هغه وويل چې ملي ګټې له يوه افغان سره د بل افغان مساواتو له مخې تعريف شوې او د هر افغان لارښود دى.
غني د خبرو په دوام کې زياته کړه: "جګړه ډېر اړخونه لري او بايد څرګنده وي چې موږ په کورنۍ جګړه کې ښکېل نه يو، جګړه پر موږ تپل شوې او ټول پوهېږي چې افغانان په زور سره سر نه ټيټوي."
نوموړي زياته کړه، چې د ولايتونو په کچه تر اوسه پورې د سولې عالي شورا ٤٠ غړي د دښمنانو له لوري وژل شوي او ١٨٥ کسان چې د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي، دوى هم د ولايتونو په کچه د وسله والو موخه ګرځېدلي دي.
هغه وويل: "نن له فتنې بايد ډډه وشي، بايد د فتنې اهميت ټولې نړۍ په ځانګړي ډول اسلامي نړۍ ته څرګند شي."
هغه د سولې عالي شورا او د يادې شورا نوي مشرتابه ته ډاډ ورکړ، څو خپل کارونه په بشپړه خپلواکي تر سره کړي.
دغه راز هغه وويل، چې د دولت ټول چارواکي په ځانګړي ډول د ملي امنيت شورا غړي به په دوامداره توګه له يادې شورا سره پاتې وي.
د حکومت اجرايي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په ياده غونډه کې وويل چې باعز ته او همېشنۍ سوله د افغانانو هيله ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن