خوست ښار(پژواک،١٥کب٩٤): د خوست والي وايي چې په دغه ولايت کې هره اوونۍ شاوخوا لس ځوانان په نشه يي توکو روږدي کېږي.
والي حکم خان حبيبي دغه څرګندونې نن د کب په ۱۵ مه يوې ولسي غونډې ته د تېر سل ورځني کاري پلان د تشريح کولو پر مهال وکړې.
حبيبي وويل، که څه هم په دغه ولايت کې د نشه يي توکو کرکيله صفر ده، خو ديوې ترسره شوې سروې له مخې هره اوونۍ لس تنه نوي ځوانان د نشه يي توکو په استعمال اخته کېږي.
نوموړي دا وضعيت د لسګونو زره ځوانانو د راتلونکې په مخ کې د اندېښنې وړ وباله او ويې ويل چې ځوانان له ناوړه برخليک سره مخ کوي.
هغه وويل چې په دې برخه کې يې اراده جدي ده، خو له ديني عالمانو او قومي مشرانو يې غوښتنه وکړه، چې په خپلو خبرو او خطبو کې ځوانانو ته د نشه يي توکو د زيانونو په اړه پوهاوی ورکړي.
ده زياته کړه: ((زموږ ښايسته ځوانان همدا اوس هم لس نفره په اوونۍ کې په چرسو، ترياکو، الکولي مشروباتو او پوډرو روږدي کېږي.له تاسو مشرانو مې غوښتنه دا ده چې د قومي عنعناتو په رڼا کې په دې اړه جدي مبارزه وکړئ.))
حبيبي له امنيتي ارګانونو نه هم جدي غوښتنه وکړه، هر هغه څوک چې د نشه يي توکو په قاچاق او خرڅلاو کې لاس لري، بې له کوم ځنډه ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
هغه زياته کړه: ((ټول هغه کسان چې په دغه موضوع کې لاس لري، د پرېښودلو وړ نه دي. ددې ميز نه ورته اعلان کوم، چې دا مبارزه به جدي کيږي، ټولې هغه نقطې چې په ښار او ولسواليو کې تثبيت شوې دي، عمليات به ورباندې کيږي او په هيڅ صورت سره د بښلو نه دي.))
مدني فعال صاحب ګل فرهاد بيا په نشه د روږدو کسانو د شمېر د ډېرېدو يو عمده لامل په ازاد ډول د نشه يي توکو پلور او پېر بولي.
نوموړي وويل، چې د نشه يې توکو پرضد د مبارزې رياست ځينې مامورين او يو شمېر نور حکومتي کسان د نشه يي توکو له قاچاق کوونکو سره لاس لري.
هغه وويل: ((د خوست په ځينو ساحو او ولسواليو کې د مخدره موادو پرضد د مبارزې رياست ځينې مامورين په نشه يي توکو ټکس اخلي، د يادې ادارې مشرتابه بايد فشار راوړي، څو د نشه يي توکو د ازاد خرڅلاو مخنيوی وشي.))
بل خوا خوست کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس ميران ګل تڼيوال هم په نشه د روږدو کسانو ډېروالی مني، خو وايي چې دا ستونزه يواځې په خوست کې نه، بلکې د ټول هېواد په کچه ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن