ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا يو ځل بيا د سولې له پروسې سره د طالبانو پر یو ځای کېدو ټینګار وکړ

امريکا يو ځل بيا د سولې له پروسې سره د طالبانو پر یو ځای کېدو ټینګار وکړ

author avatar
8 Mar 2016 - 12:06
امريکا يو ځل بيا د سولې له پروسې سره د طالبانو پر یو ځای کېدو ټینګار وکړ
author avatar
8 Mar 2016 - 12:06

واشنګټن (پژواک، ١٨ کب ٩٤): امريکا يو ځل بيا له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د سولې له روانې پروسې سره يو ځاى شي.

امريکا دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې وسله والو طالبانو د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا په ګډون د سولې څلور اړخيز ګروپ په نوښت نېغ په نېغه خبرو کې له ګډون څخه انکار وکړ.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند جان کربي په واشنګټن کې خبريالانو ته ويلي چې د افغان ولسمشر د هغو څرګندونو ملاتړ کوي چې طالبان يې يو ځل بيا د سولې خبرو ته راوبلل.

پرون ولسمشر په کابل کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال طالبان سولې ته راوبلل، خو ګواښ يې هم وکړ چې که څوک د سولې له پروسې سره يو ځاى نه شي، نو وبه ځپل شي.

جان کربي هم پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د سولې د روانو هلو ځلو ملاتړ وکړي او دې پروسې سره يو ځاى شي.

هغه زياته کړه: ((لکه څرنګه چې موږ پخوا ويلي بيا يې تکراروو چې طالبان دوه خوښه لري، د دې پر ځاى چې خپل هېواد بې ثباته کړي، بايد سياسي سيستم سره ځان يو ځاى کړي او د افغانستان د يووالي کار وکړي.))

د نوموړي په وينا، سولې ته رسېدل د ولسمشر اشرف غني او امريکا ګډ هدف دى‌، خو که طالبان سولې ته لېوالتيا نه ښيي، نو د سولې هدف نه شي ترلاسه کېدى.

هغه زياته کړه چې امريکا او ولسمشرغني غواړي چې ژر تر ژره د سولې خبرې پيل شي او دا پروسه په ښه توګه پر مخ ولاړه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.