کندهار ښار(پژواک،١٨کب٩٤): د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو په بريد کې دوه ماين پاکوونکي ووژل شول.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د کب١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه مهال د ميوند ولسوالۍ په حاجي عزيز کمپ سيمه کې وسله والو پر ماين پاکوونکو بريد وکړ.
هغه وويل: (( د بريد پرمهال دوه ماين پاکوونکي ټپيان شوي و چې وروسته يې روغتون ته پر لار بيا ساه ورکړه.))
خپلواک وايي چې امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او له وسله والو مخالفينو سره يې لنډه نښته هم کړې ده.
دغه راز د ميوند ولسوال عبيدالله هم پژواک ته ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې امنيتي ځواکونو د يادو وسله والو د نيولو هڅې پيل کړې دي.
د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن