مزارشريف، خوست (پژواک ۲۴ کب ۹۴): د شمال زون د ډاياګ پروسې مسوولين وايي، په دغه زون کې له کلونو راهيسې د وسلو ورکړل شوي جوازونه نه دي تمديد شوي دي.
نوموړي همداراز له تسليم شويو وسله والو طالبانو څخه د وسلو نه اخيستل او د سيمه ييز پوليسو نه څارنه، د امنيت او ثبات لپاره ګواښونه وبلل.
په شمال زون کې د ډاياګ پروسې مسوول جنرال عبدالمنان د کب په ۲۴مه، د بلخ امنيه قوماندانۍ له خوا ډاياګ پروسې ته د لسګونو وسلو د سپارلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، هر هغه څوک چې د افغانستان په وسله والو ځواکونو کې شامل نه وي او له جواز سربېره له دوه ميله وسلې څخه ډېره له ځان سره لېږدوي، غيرمسوول وسله وال دي.
ده زياته کړه، همدا ډول خلک د قانون دښمنان دي، چې د سيمو په ناامنيو، د عامو خلکو په وژنو، غلاوو او اختطافونو کې لوی لاس لري.
نوموړي په شمال زون کې د وسلو د جوازونو نه تمديدېدل يوه ستونزه وګڼله، چې په وينا يې له کلونو راهيسې د وسلو اخيستل شوي جوازونه بيا نه دي تمديد شوي.
جنرال منان وويل، د شمال زون د پنځو ولايتونو د وسلو د جواز د ورکړې له ادارو سره په اړيکه کې شوي؛ خو د وسلو د جواز د تمديد په تړاو يې قانع کوونکی ځواب يې نه دی تر لاسه کړی.
د ده په وينا، د سلګونه ميله وسلو جوازونه ورکړل شوي؛ خو کلونه کېږي چې د بيا تمديد کېدو يې څه معلومات نشته دي.
هغه همداراز د سولې پروسې له لارې د تسليم شويو وسله والو طالبانو د وسلو د کره والي په اړه هم ناکراري وښوده، چې په وينا يې له ډېری تسليم شويو طالبانو وسلې سمې نه راټولېږي.
جنرال منان وايي : ((تسليم شوی وسله وال طالب د سيمه ييزو پوليسو ليکو ته ورځي، پخوانۍ وسله يې هم ورسره وي او د سيمه ييز پوليس په نامه نوې وسله هم ورکول کېږي.))
نوموړي همداراز په شمال زون کې د امنيتي پوليسو له څارنې پرته د سيمه ييزو پوليسو شتون هم د وسله والو طالبانو له موجوديت څخه ګواښمن وباله.
د هغه په خبره، ملي پوليس بايد سيمه ييز پوليس سم وڅاري او تر کنټرول لاندې يې وي.
د بلخ امنيه قوماندان سيد کمال سادات پژواک خبري اژانس ته وويل، نن يې ۲۷ميله بېلا بېل ډوله وسلې ډاياګ پروسې ته وسپارلې.
login or register a new account.