Language

خوست کې له بېوزلو سره د مرستو لپاره د مهربانۍ دېوال جوړ شو

خوست (پژواک، ٨ ورى ٩٥): په خوست ښار کې هم له بېوزلو او غريبو خلکو سره د مرستې په موخه د مهربانۍ په نوم دېوال جوړ شو.

د مهربانۍ په نوم ياد دېوال په خوست کې د يو شمېر ځوانانو په ملتيا د غرغښت په نوم د خصوصي تلويزيون له لوري د ښار د جرګو تالار تر څنګ جوړ او درې ورځې به پرانيستی وي.

د ياد تلويزيون مشر سخي سرور مياخېل پژواک اژانس ته وويل چې په دې سره به له يو شمېر بې وزله خلکو سره د مرستې زمينې برابرولو تر څنګ به له اړمنو خلکو سره د همکارۍ کلتور هم پياوړی شي.

نوموړي له بډايه خلکو وغوښتل چې له خپلې اړتيا زياتې جامې، لوښي او نور وسايل چې په خپلو کورونو کې يې لري، د مهربانۍ د ديوال له لارې پر بېوزلو او اړمنو خلکو ووېشي.

هغه زياته کړه: ((هر څوک په خپل کور کې د اړتيا نه زياتې جامې او د پوښاک نور شيان لري، مګر دا ورنه ورکه ده، چې څه پرې وکړي. ددې لپاره چې ضايع نه شي، دلته ته دې راوړي.))

نوموړي زياته کړه چې نن په لومړۍ ورځ له سلګونو بېوزلو خلکو سره د جامو او د کور د ځينو وسايلو تر څنګ د نغدي مرستو زمينه برابره شوه.

د ياد دېوال يو بل تنظيموونکي طالب منګل وويل چې د دې ډول پروګرامونو د جوړېدو په مرسته کولای شي، په دې برخه کې د بډايه خلکو او خيريه بنسټونو پاملرنه را جلب کړي.

نوموړي له دولت څخه هم غوښتنه وکړه چې د بېوزلۍ د له منځه وړو پر وړاندې د خيريه ټولنو او بډايه خلکو په همکاري دا ډول پروګرامونو ته لومړيتوب ورکړي.

هغه وويل: ((د دا ډول ديوالونو جوړول په ټولنه کې مثبت پيغام لري، د بې وزلۍ د کچې د کابو کولو لپاره اړين دي او د دې ترڅنګ شتمن خلک دې ته هڅوي چې له بېوزلو سره مرسته وکړي.))

login or register a new account.