Language

“د تيرکال په لاريون کې د شوي ځانمرګې بريد عاملينو ته سزا ورکړل شي”

خوست ښار(پژواک،١٣ورى٩٤): سلګونو خلکو په خوست کې د يوې غونډې پرمهال تېر کال په يوه لاريون کې د شوي ځانمرګي بريد د جدي څېړنې او عاملينو ته يې د سختې سزا غوښتنه وکړه.

دغه غونډه چې نن د خوست ښار د جرګو په تالار کې جوړه شوې وه ، ديني عالمانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو، د ولايتي شورا غړو او همدارنګه د يادې پېښې د قرباني شويو کورنيو غړو په کې ګډون کړی و.

ياد ځانمرګی بريد تېر کال د وري مياشتې په ۱۳ مه نېټه چې له نن ورځې سره برابره ده، د اداري فساد پربنسټ د ولايتي ادارې پرضد د اعتراضونو د لړۍ په يوه لاريون کې شوی و.

د شمېرو له مخې په دې بريد کې د قومي مشرانو، د پوهنتون استادانو، زده کوونکو او د ځينو نورو خلکو په ګډون ۲۲ کسان ووژل شول او تر ۷۰ ډېر نور ټپيان شوي وو.

اعتراض کوونکو، چې په ولسي جرګه کې د خوست د دوو تنو استازو همايون همايون او کمال ناصراصولي يې مشري کوله، د هماغه وخت والي عبدالجبارنعيمي په ژور اداري فساد کې ښکېل باله، خو والي نعيمي پر ځان لګيدلي تورونه رد کړي وو.

په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي همايون همايون نننۍ غونډې ته په خبرو کې د ملي يووالي پرحکومت په ځانګړي ډول پر ولسمشر اشرف غني نيوکه وکړه، چې د هرډول ناامنيو د عاملينو په نيولو کې پاتې راغلی دی.

نوموړي زياته کړه: ((په ياد ځانمرګي بريد کې ښکېل کسان او دغه راز د نورو پېښو عاملين يې نه يواځې د قانون منګولو ته نه دي سپارلي، بلکې نور امتيازات يې هم ورکړي دي.))

همايون ولسمشر اشرف غني ته ګواښ وکړ، چې که په دې او نورو برخو کې د خوست د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وايي، ممکن د ده اوسنی موقف له جدي ننګونې سره مخ شي.

هغه وويل: ((موږ ولسمشر ته وايو، هغه ژمنې، چې د خوست له خلکو سره دې کړې دي، که يې عملي نه کړې، ډېر امکان لري، چې همدا خوست ولايت به ستا د حکومت د سقوط لامل وګرځي.))

login or register a new account.