خوست(پژواک،١٦ورى٩٥): په خوست ولايت کې د ځانګړو ځواکونو يو قوماندان او ساتونکي يې دوه ښځې وژلي او يوه ښځه او دوه سړي يې ټپيان کړي دي.
د خوست ولايت امنيه قوماندان پاسوال فيض الله غيرت د وري په١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د خوست ښار په متون سيمه کې د ځانګړو ځواکونو يو قوماندان مروت له خپل ساتونکي نورالله سره يو کورته ورغلى دى.
هغه وايي چې مروت او ساتونکي يې په دې کور کې دوه ښځې وژلي او يوه ښځه او دوه سړي يې پر ډزو ټپيان کړي دي.
ده وويل چې يادې کورنۍ له مروت سره کومه شخصي دښمنې نه لرله.
قوماندان وايي چې د ځانګړو ځواکونو دغه قوماندان نيول شوى خو ساتونکى يې تښتيدلى دى.
ده وويل چې له مروت نه څېړنې روانې دي.
د متون سيمې يوه اوسېدونکي بسم الله پژواک ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا يوه بجه رامنځته شوې ده.
ده هم ياده مرګ ژوبله تاييد او زياته يې کړه چې د ټپيانو روغتيايي حالت ښه دى.
login or register a new account.