ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ښار جوړونې وزارت د خوست ښار پراختیا ته امکانات برابروي

د ښار جوړونې وزارت د خوست ښار پراختیا ته امکانات برابروي

author avatar
8 Apr 2016 - 16:37
د ښار جوړونې وزارت د خوست ښار پراختیا ته امکانات برابروي
author avatar
8 Apr 2016 - 16:37

خوست ښار (پژواک، ٢٠ ورى ٩٥): د ښار جوړونې وزير وايي چې د خوست ښار د پراختيا او د ښاريانو لپاره د معياري خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې به له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.

د ښار جوړونې وزير سيد سادات منصور نادري دغه څرګندونې د وري په ٢٠مه خوست ته د سفر پر مهال په دولتي مېلمستون کې د دغه ولايت له چارواکو او قومي خلکو سره په يوه غونډه کې وکړې.

نوموړي د کاناليزاسيون سيستم، د ښار او شاوخوا کليو ته د څښاک اوبو رسولو شبکې جوړول هغه دوې مهمې پروژې يادې کړې چې نږدې راتلونکی به يې عملي کارونه پيل کړي.

هغه د ښار لوېديځ لور ته د اداري کمپلېکس تر څنګ پر ۱۰۷ جريبه ځمکه د لوړپوړيزو ودانيو د جوړېدو د زمينې برابرولو ژمنه هم وکړه او له سوداګرو يې وغوښتل چې پانګونه په کې وکړي.

ده زياته کړه: ((د اوبو رسولو شبکه دا مهال ۴۲۹ نلونه لري چې په ورځ کې څلور ساعته اوبه لري، دا موږ ته د منلو وړ نه ده. کاناليزاسيون په خوست کې هېڅ وجود نه لري، موږ به پر دې جدي کار وکړو.))

د خوست والي حکم خان حبيبي ياده غونډه کې د ښار جوړونې له وزيره د ښار د پراختيا په موخه د هغو ځمکو د استوګنې پر نومرو د بدلېدو غوښتنه وکړه چې د ښار جوړونې په وزارت پورې اړوند دي.

نوموړي وويل چې په دې سره به له يوې خوا د دولت عوايد لوړ شي او له بل لوري به د غصب مخه ونيول شي او همدارنګه په ورته وخت کې به بې روزګاره خلکو ته د کار زمينه هم برابره شي.

هغه زياته کړه: ((يو شمېر پخوانۍ پروژې دي چې توزيع شوې دي، اسناد يې د مستحقو کسانو سره په لاس کې پاتې دي، خو نمرې ورته نه دي ورکړل شوې، دا ستونزه بايد هواره شي)).

قومي مشر رسول محمد تڼي بيا يادې غونډې ته وويل، چې په ښار او شاوخوا سيمو کې ټولې هغه ابادۍ چې د خلکو له خوا شوې، د ښاروالۍ او د ښاري پراختيا له اصولو سره په ټکر کې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.